هرات ښار (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): د هرات حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې نن سهار شاوخوا لس بجې د هرات- اسلام کلا پر لویه لار دوو سراچو له یوه نفت وړونکي ټېلر سره ټکر کړی دی.
د فرهان په وینا، په دغه پېښه کې پنځه سړي مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، د نفتو وړونکی ټېلر له اسلام کلا نه هرات ښار ته روان و چې د اسلام کلا ښار اړوند یې له دغو دوو سراچو موټرو سره ټکر کړی دی.
چټک تګ او د ترافیکي قوانینو او مقرراتو نه مراعاتول د دغې پېښې لاملونه بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار هم په یوه بله ترافیکي پېښه کې چې د هرات-کندهار پر لویه لار رامنځته شوه، لس کسان مړه شوي او شپږ نو ټپیان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن