هرات ښار (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): په هرات کې یو کوچینی ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او درې انسان تښتوونکي نیول شوي دي.
د هرات د ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه یوولس کلن ماشوم دوه اوونۍ وړاندې په هرات ښار کې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی و.
په ياده خبرپاڼه کې راغلي چې تښتوونکو دغه ماشوم د هرات د انجيل ولسوالۍ اړوند سیمه کې ساتلی و، چې بالاخره تېره شپه د ملي امنیت ریاست له خوا وژغورل شو.
د هرات د ملي امنیت ریاست سرچینې وايي چې د دغې پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي او دوه نور ملګري به یې هم ډېر ژر ونیول شي.
د دغو سرچینو په وینا، تښتونکو د ياد ماشوم له کورنۍ څخه د ۱۰۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه.
د هرات ښاریان د تښتوونکو د نیولو لپاره د ملي امنیت د ریاست هڅې ستایي؛ خو وایي چې دغه هڅه بسنه نه کوي.
دغه ښاریان ټینګار کوي ترهغه چې د انسان تښتونې د پېښو له عاملینو سره جدي چلند ونه شي؛ انسان تښتونې به راکمې نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن