ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پېښور کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د تازه مېوو نندارتون جوړ شو

په پېښور کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د تازه مېوو نندارتون جوړ شو

author avatar
3 Oct 2020 - 17:23
په پېښور کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د تازه مېوو نندارتون جوړ شو
author avatar
3 Oct 2020 - 17:23

جلال اباد (پژواک، ١٢ تله ٩٩): د لومړي ځل لپاره په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان دتازه مېوو نندارتون جوړ شو.

ددغه ولايت په مرکز پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نندارتون پرون د جمعې په ورځ جوړ شوى و.

سرچينې زياته کړې چې په نندارتون کې د افغانستان لوى کونسل جنرال نجيب الله احمدزى، نورو کارکوونکو، په پېښور کې د نورو هېوادونو ډيپلوماتانو، ځايي چارواکو، سوداګرو، افغانانو او مينه والو ګډون کړی و.

نجيب الله احمدزي  په دغو مراسمو کې  د دوه اړخيزې سوداګرۍ پر پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې له هرې ممکنې لارې د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ پراخېدو او سوداګرو ته د اسانتياوو د رامنځته کېدو هڅې بايد وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، راغلو سوداګرو او ګډونوالو  ددې ډول نندارتونونو جوړولو هرکلى وکړ او د افغان کونسلجنرال له خوا ورته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

په دغه نندارتون کې د افغانستان انګور، انار، مڼې او نورې تازه مېوې نندارې ته وړاندې شوې وې چې د ګډونوالو له خوا ډېر خوښ شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.