جلال اباد (پژواک، ١٢ تله ٩٩): د لومړي ځل لپاره په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان دتازه مېوو نندارتون جوړ شو.
ددغه ولايت په مرکز پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نندارتون پرون د جمعې په ورځ جوړ شوى و.
سرچينې زياته کړې چې په نندارتون کې د افغانستان لوى کونسل جنرال نجيب الله احمدزى، نورو کارکوونکو، په پېښور کې د نورو هېوادونو ډيپلوماتانو، ځايي چارواکو، سوداګرو، افغانانو او مينه والو ګډون کړی و.
نجيب الله احمدزي په دغو مراسمو کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ پر پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې له هرې ممکنې لارې د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ پراخېدو او سوداګرو ته د اسانتياوو د رامنځته کېدو هڅې بايد وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، راغلو سوداګرو او ګډونوالو ددې ډول نندارتونونو جوړولو هرکلى وکړ او د افغان کونسلجنرال له خوا ورته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په دغه نندارتون کې د افغانستان انګور، انار، مڼې او نورې تازه مېوې نندارې ته وړاندې شوې وې چې د ګډونوالو له خوا ډېر خوښ شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن