کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٩): دامريکا په کليفورنيا ايالت کې يوه بريدګر پريوه پلورنځي ډزې کړې چې له امله يې يو افغان وګړى وژل شوى او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بي بي سي د راپور له مخې، دغه بريد پرون د کليفورنيا په مرکز ساکرامنټو ښار کې شوى دى.
په کليفورنيا کې د افغانانو ټولنې يوه غړي فرهاد يوسفزي ويلي چې بريدګر پر هغه پلورنځي ډزې کړې چې هلته ډېر افغانان ورځي:
هغه زياته کړې "دلته سټور دی، تر ډېره د افغان ټولنې کسان په کې سودا اخلي، يو وسله وال کس پر افغانانو ډزې کړې چې له امله يې يو کس وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي. "
د نوموړي په خبره، د يوه ټپي وضعيت نازک او کوما کې دی، خو دويم ټپي له روغتونه رخصت شوی دی.
د سرچينې په وينا، بريدګر هم له پېښې وروسته ځان وژلی دی.
يوسفزی وايي، د بريد انګېزه لا معلومه نه ده، خو ډېر اټکل دا کېږي چې بريدګر خپله رواني ناروغ دی.
ويل کېږي چې په دغهبريد کې وژل شوی افغان د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسېدونکی و او دوه کاله مخکې(د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ لومړیو کې) امريکا ته په ځانګړې ويزه تللی و.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په امريکا کې جنايي پېښې زياتې شوې او هره ورځ لسګونه داډول پېښې ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن