ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د پنځوس بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې

ګردېز کې د پنځوس بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
5 Oct 2020 - 17:30
ګردېز کې د پنځوس بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
5 Oct 2020 - 17:30

ګردېز (پژواک، ۱۴ تله ۹۹): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د يوه نوي پنځوس بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې چې په پنځو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي چې د دغه روغتون د جوړېدو بوديجه د آسيا پرمختيايي بانک ورکوي چې ور سره به د روغتيا په برخه کې شته اړتياوې تر يو بريده پوره شي.

فدايي پژواک ته وويل: ((د عامې روغتيا رياست په چوکاټ کې پنځوس بستره روغتون دی چې د آسيايي انکشافي بانک له خوا تمويل شوی، چې څه کم ۵۴ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي او ۷۴ خونې او نور ملحقات به ولري.))

دغه راز د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي چې دا روغتون د کرونا ناروغي په لړۍ کې پر يو نيم جريب ځمکه جوړيږي او که ياده ناروغي کابو شوه، نو د ولايتي روغتون د يوې برخې په توګه به ورڅخه کار واخيستل شي.

په ورته وخت کې د پکتيا ولايتي شورا غړي نيوکه کوي چې په پکتيا کې د رغنيزو پروژو چارې ناوخته پيليږي او بيا يې د هوا په سړېدو يا ځينې وخت د چارواکو د پلمو له امله چارې نيمګړې پاتې کيږي.

د دې شورا غړی ممتاز کرخېل وايي: ((دولت، چارواکي او ټول مشران له پکتيا سره داسې لوبه کوي چې کوم وخت يې د کار وي، د رغنيزو پروژو کارونه نه شروع کوي؛ پکتيا کې کاري موسم اته مياشتې دی، په ژمي کې يې چارې نيمګړې پاتې کيږي يا زيان ورته رسيږي، له دې يې نه کول ښه دي.))

د ولايتي شورا بل غړی محمدرحمن قادري نيوکه کوي چې مرکزي ادارې بايد د ګرمو او سړو سيمو د اقليم او کاري وخت په پام کې نيولو سره د سړو سيمو د پروژو اداري پړاونه د کال په نورو وختونو کې بشپړ او په پسرلي کې يې عملي چارې پيل کړي.

قادري پژواک ته وويل: ((د افغانستان تقريبا نيمايي ولايتونه سرد سېر دي، يانې په ژمي کې کار نه په کې کيږي. دولت بايد خپلې چارې او نړيوالو ته دا قناعت ورکړي چې د داسې ولايتونو نورې چارې په ژمي او عملي کار يې په اوړي کې پيل او تر سره شي.))

د پکتيا والي محمدحليم فدايي هم دا ستونزه پر ځای بولي او وايي چې په دې اړه يې له مرکزي ادارو سره خبرې کړې او هڅه کوي چې د مرکزي ادارو او ولايتي رياستونو تر منځ په دې برخه کې لازم مطابقت رامنځته کړي.

فدايي وويل: ((موږ د راتلونکي کال لپاره داسې پلان جوړ کړی چې د رغنيزو پروژو پر وړاندې اجتماعي او تخنيکي ستونزې په ژمي کې حل کړو او په اوړي کې يې پيل ته برابرې کړو.))

د يادنې ده چې تر دې وروسته په پکتيا کې يوازې شاوخوا دوه مياشتې نور هم رغنيزې چارې ترسره کېدای شي او تر هغه وروسته د سړې هوا له امله رغنيزې چارې نه په کې کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.