ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د دوه نيم ميليارده افغانيو په لګښت پر يوشمېر پروژو کار روان دى

پکتيکا کې د دوه نيم ميليارده افغانيو په لګښت پر يوشمېر پروژو کار روان دى

author avatar
6 Oct 2020 - 16:20
پکتيکا کې د دوه نيم ميليارده افغانيو په لګښت پر يوشمېر پروژو کار روان دى
author avatar
6 Oct 2020 - 16:20

ښرنه (پژواک، ١٥ تله ٩٩): د پکتيکا د کليو پراختيا رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د شاوخوا دوه نيم ميليارده افغانيو په لګښت پر رغنيزو پروژو کار روان دى.

د پکتيکا د کليو او پراختيا رييس مومن افغان د تلې په ١٥مه په مرکز ښرنه کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د روان کال په اوږدو کې د ٤٩٧ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې وې چې يو شمېر يې بشپړې شوي او يو شمېر نور يې تر کار لاندې دي.

ده وويل چې د يادو پروژو د بشپړولو لپاره شاوخوا دوه نيم ميليارده افغانۍ ځانګړې شوي چې د چارو په بشپړېدو سره به يې تر ډېره د خلکو ستونزې هوارې شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د ولسي تړون، اقراء او کليوالي لارو د پروګرامونو له لارې عملي کيږي.

د هغه په وينا، د اقراء پروګرام له لارې د روان کال په اوږدو کې د دغه ولايت په ١٧ ولسواليو کې د ٥٣ ښوونځيو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

مومن زياته کړه چې د ولسي تړون پروګرام له مخې، د روان کال په اوږدو کې تر اوسه ١٤٥ پروژې بشپړې شوي او پر ١٣١ نورو کار روان دى.

د کليو پراختيا رييس په وينا، د يادو پروژو د چارو په پيل سره په دغه ولايت کې زرګونو کسانو ته د کار کولو زمينه هم برابره شوې ده.

دغه راز د پکتيکا د ولايتي شورا غړي افسرخان سليمانخېل په ياده غونډه کې وويل چې د روان کال په اوږدو کې تر ټولو ډېرې پروژې د کليو پراختيا رياست له لوري پلې شوې دي.

ده وويل چې د روان کال په اوږدو کې د همدې رياست له لوري استنادي ديوالونه، کليوالي لارې، د څښاک اوبو څاګانې، د اوبو وړې زخيرې، د کاريزونو پاکول او نورې چارې ترسره شوې دي.

همدارنګه پکتيکا کې د کليوالي شوراګانو غړي نيازالله هم د ولسي تړون او نورو اړونده برنامو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې په يادو پروژو کې ځکه فساد نه کيږي چې کارونه يې د کليوالو له لوري پرمخ وړل کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پکتيکا اوسېدونکو څو ځلې په دغه ولايت کې د پروژو د نه ترسره کېدو له امله شکايتونه کړي وو او ويلي يې و چې حکومت له دوى سره د مور مېرې چلند کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.