ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امیرعلي شېر نوایي جومات بیاورغول شو

د امیرعلي شېر نوایي جومات بیاورغول شو

author avatar
7 Oct 2020 - 19:16
د امیرعلي شېر نوایي جومات بیاورغول شو
author avatar
7 Oct 2020 - 19:16

هرات ښار (پژواک، ١٦ تله ٩٩): د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د امیرعلي شېر نوایي جومات دبیارغولو خبر ورکوي.

دچارواکو په خبره، د امیر علي شېر نوایي جومات چې دخواجه عبدالله انصاري په زیارت کې موقعیت لري، د((ټیکا)) دفتر لخوا د٧۴ زره ډالرو په لګښت د دوو کلونو په موده کې مرمت کاري شوی دی.

د هرات د تاریخي ابداتو امر زلمي صفا وویل چې د امیرعلي شېرنوایي جومات له لومړنيو بدلونونو پرته د تېموریانو دورې په سبکبیا جوړ شوی دی.

د هغه په خبره، دغه جومات له ۸۰ کلونو د ډېرې تاریخي مخینې په درلودو په تېرو کلونو کې د ړنګېدو په حال کې و،او په هرات کې د ((ټیکا)) دفتر له خوا بیا رغول شوی دی.

هغه څرګنده کړه، اوس مهال په هرات کې له ټولو ۷۸۰ تاریخي ابدو۳۰ سلنه د خرابېدو په حال کې دي.

صفا زیاته کړه، له ټولو ۷۸۰ تارخي ابدو، تراوسه ۲۰۶ د ملي ابدو په توګه ثبت خو پاتې نورې یې د امکاناتو د نه شتون او امنیتي ګواښونو له امله نه دي ثبت شوې.

د هرات د تاریخي ابدو د ساتنې امر وویل چې دامهال د جوماتونو، تاریخي زېرمتونونو، د مولانا واعظ کاشفي زیارت، دهرات د لمانځه تالار، دامام فخرالدین رازي زیارت، د خواجه محمدغازي زیارت او د مزداخان د تاریخي حوض په ګډون، اته لویې تاریخي ابدې د مرسته کوونکو موسسو او اطلاعاتو او کلتور وزارت له بودیجې د بیارغولو په حال کې دي.

صفا زیاته کړه چې د هرات د تاریخي اثارو د بیارغونې لپاره د پیسو د راټولو هڅې روانې دي اوهیله لري هغه ګاونډي هېوادونه چې کلتوري مشترکات ولري په دې برخه کې مرسته وکړي.

په هرات کې د ټیکا د دفتر رییس علي ارغون چنار وویل چې په دې وروستیو کلونو کې یې په افغانستان په ځانګړي توګه هرات ولایت کې ګڼ شمېر تاریخي ابدات بیا رغولي اودوی هڅه کوي څو په راتلونکو کلونوکې دغه بهیر ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.