ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ مدني فعالانو د جګړې تابوت خاورو ته وسپاره

د بلخ مدني فعالانو د جګړې تابوت خاورو ته وسپاره

author avatar
7 Oct 2020 - 15:55
د بلخ مدني فعالانو د جګړې تابوت خاورو ته وسپاره
author avatar
7 Oct 2020 - 15:55

مزارشريف (پژواک، ١٦ تله ۹۹): د بلخ ځينو ديني عالمانو او لسګونو مدني فعالانو د يوه مدني حرکت پر مهال د جګړې تابوت خاورو ته وسپاره.

دوی چې د تلې په ۱۷مه په مزارشريف کې حضرت علي ته منسوبې روضه کې راټول شوي وو، همدا راز يې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د قرانکريم ختم او خيرات هم وکړ.

د پروګرام ګډونوالو له افغان مذاکراتي پلاوو د سولې خبرو د چټکېدو غوښتنه وکړه.

ديني عالم شېراحمد انصاري پژواک ته وويل چې د نن ورځې پروګرام کې په هيواد کې د سولې او ټيکاو راتلو لپاره د دعا په خاطر جوړ کړی دی.

هغه زياته کړه چې د پروګرام په لومړۍ برخه کې د قران کريم ختم او ورپسې د ويناوو برخه وه چې ټولو ګډونوالو د جګړې د پای ته رسېدو او اوربند ټينګېدو غوښتنه کوله.

دى وايي چې د پروګرام په پای کې د جګړې تابوت هم په دې نيت خاورو ته وسپارل شو چې په هېواد کې روانه غميزه پای ته ورسېږي.

دغه ديني عالم زياتوي چې په افغانستان کې د روان جنګ ټول قربانيان افغانان دي او اړتيا ده چې د پای ته رسېدو لپاره يې هڅې وشي.

نوموړي له حکومت او طالبانو وغوښتل چې تاوتريخوالی کم کړي او د سولې برخه کې په لاس راغلی فرصت ضايع نه کړي.

په ورته مهال بيا د ښځو د حقونو يوه فعاله پلوشه اڅکزۍ وايي چې د سولې راتلو ترڅنګ بايد د تېرو دوو لسيزو مهمې لاسته راوړنې هم خوندي شي.

هغې پژواک ته وويل چې بشري حقونه، د ښځو ازادي، د بيان او رسنيو ازادي او د زده کړو حقوق هغه څه دي چې افغانانو د ډېرو قربانيو په ورکولو سره لاسته راوړي او په خبره يې چې نبايد بيا قرباني شي.

دغه مېرمن زياتوي چې د سولې خبرو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې دواړه لوري لومړی پر اوربند توافق وکړي او وروسته نور مذاکرات جاري وساتي.

د هغې به خبره د هرې ورځې په تېرېدو سره د لسګونو افغانانو وينه بې ځايه توېېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.