ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار د سړکونو رغولو کار پيل شو

د خوست ښار د سړکونو رغولو کار پيل شو

author avatar
7 Oct 2020 - 14:03
د خوست ښار د سړکونو رغولو کار پيل شو
author avatar
7 Oct 2020 - 14:03

خوست ښار (پژواک، ۱۶ تله ۹۹): د خوست ښاروالۍ د خوست ښار د داخلي سړکونو د اساسي جوړولو کار پيل کړ.

د معلوماتو له مخې، د خوست ښار سړکونه چې شاوخوا ۱۵ کيلومتره اوږدوالی لري، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي او له هغه وروسته بيا په اساسي ډول نه دي رغول شوي.

د دغو سړکونو له ډلې ډېره کمه برخه يې په تېرو څو کلونو کې جوړ شوي، خو نور همداسې کنډ کپر پراته دي چې د خرابوالي له امله يې وخت ناوخت ښاريان او دوکاندارن شکايت هم کوي.

د پاتې سړکونو د يوې برخې جوړولو چارې نن (د تلې ۱۶مه) د ښاروالۍ رياست له خوا پيل شوې چې په راتلونکو درېيو مياشتو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د خوست ښاروال انجنير صديق الله صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا د ښار مرکزي سړکونه دي چې يو د شهيد مطيع الله ليسې څخه د صرافانو نوي مارکېټ پورې موقعيت لري او بل د قوماندانۍ زړې دروازې څخه نېولې تر شهيد عارف څلور لاري ډبل سړک دی، چې جوړولو ته يې جدي اړتيا ده.))

د صديقي په وينا چې د دغو دواړو سړکونو په جوړېدو د ښاروالۍ له بودجي پرې ۲۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

ورته مهال د خوست ښار دوکانداران او ښاريان هم وايي چې  د ښار زياتره سړکونه کنډ کپر دي او اساسي رغونې ته جدي اړتيال لري.

د عمر خان په نوم د خوست ښار يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل: ((د باران په وخت کې دلته چې موټر تېز تيريږي، اوبه دننه دوکان ته راشړي او چې وچ شي، بيا ډېر زيات ګردونه کوي، خو دا چې اوس جوړيږي؛ موږ ته يې ډېره ګټه رسېږي.))

د معروف په نوم د خوست ښار يوه اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې د ښار داخلي سړکونو له خرابوالي خلک ډېر په تکليف دي او له اړوند ادارو غوښتنه کوي چې دې برخې ته پاملرنه زياته کړي.

دی وايي: ((کله چې باران وشي، په دا ځای کې اوبه ډنډ شي او له خلکو لاسي ګاډۍ په کې چپه کېږي او بدون له بارانه دلته يو فوټ ګرد پروت وي او نورې ډېرې زياتې ستونزې لري.))

د خوست ښاروالۍ رياست مسوولين وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د ښار د نورو سړکونو چې رغونې ته اړتیا لري، هم کارونه پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.