ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان خلکو له سولې ملاتړ څرګند کړ او د اوربند غوښتنه یې وکړه

د نورستان خلکو له سولې ملاتړ څرګند کړ او د اوربند غوښتنه یې وکړه

author avatar
7 Oct 2020 - 15:52
د نورستان خلکو له سولې ملاتړ څرګند کړ او د اوربند غوښتنه یې وکړه
author avatar
7 Oct 2020 - 15:52

پارون (پژواک ۱۶ تله ۹۹): د نورستان ولايت خلک د يوې غونډې پر مهال د سولې د روانو خبرو ملاتړ وکړ او له افغان حکومت او وسله والو طالبانو يې د اوربند غوښتنه وکړه.

دوی وويل، جګړو ډېرې ميندې بورې، کونډې او ماشومان يې يتيمان کړل او افغانستان يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.

دوی د تلې په ۱۶مه د نورستان په مرکز پارون کې راټول شوي وو او هيله مندي يې وښوده چې د سولې روانې خبرې پايله ورکړي.

په جوړه شوې غونډه کې ديني عالم مولوي محمد حنیف وويل، سوله يو الهي امر دی او اوس چې افغان حکومت او طالبانو ته دا چانس په لاس ورغلی چې دغه الهي امر پلی کړي او د افغانانو ترمنځ جګړې پای ته ورسېږي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس انجينر سعيد الله پاينده زوی له افغان حکومت او وسله والو وغوښتل چې اوربند وکړي او جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

د نورستان د ښځو چارو رييسې ريتا علي وويل، جګړې ډېر زيان ښځو ته اړولی چې هم يې کونډې کړې او هم يې بورې کړې دي او دغه راز يې د ښځو د زده کړو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

غونډې ته د نورستان والي داکتر عبدالغفور ملکزي په خپلو خبرو کې وویل چې دولت تل هڅه کړې جګړه د خبرو اترو له لارې ختمه کړي او یوې دایمې سولې ته ورسېږي؛ ځکه خو يې د سولې په موخه له زندانونو په زرګونو بندیان ازاد کړل او په دې هڅه کې دی چې د خبرو له لارې تل پاتې سولې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، سوله د ولسونو غوښتنه ده، د هېواد ټول خلک له جنګونو ستړي شوي او نوره جګړه نه غواړي.

د دې غونډې ګډونوالو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور له بهانو تير شي لومړی اوربند او بيا سوله وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.