ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د پاکستان ګمرکي چاروکې د ځنډ له امله تورخم کې سلګونه لارۍ بندې پاتې دي

والي: د پاکستان ګمرکي چاروکې د ځنډ له امله تورخم کې سلګونه لارۍ بندې پاتې دي

author avatar
8 Oct 2020 - 12:45
والي: د پاکستان ګمرکي چاروکې د ځنډ له امله تورخم کې سلګونه لارۍ بندې پاتې دي
author avatar
8 Oct 2020 - 12:45

جلال اباد (پژواک، ١٧ تله ٩٩) : د ننګرهار والي وايي چې د پاکستان لوري په ګمرکي چارو کې د سست والي او ځنډ له امله په تورخم د سوداګرو سلګونه موټر درول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولايت سوداګر او د لويو لاريو چلوونکي وايي چې په تورخم کې له تېرو څلور ورځو راهیسې په لسګونه هغه موټر چې ترکاري او تازه مېوه په کې بار دي ، پر وخت له کرښې پورې غاړې ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

دوى ادعا کوي چې هره ورځ په ميليونونه افغانۍ زیان ور اوړي او که نور هم وځنډول شي، نو د خرابېدو امله به هيڅ بازار ونه لري.

د ننګرهار والي ضياء الحق امر خېل وايي ، لکه څرنګه چې هېوادوالو ته معلومه ده دکرونا له امله د تورخم بندر په بشپړه توګه د سوداګریزو توکو پرمخ بند و، چې وروسته د حکومت په ځانګړې پاملرنې سره پرانيستل شو.

هغه د تلې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، هماغه مهال په کراچۍ بندرکې د افغان سوداګرو ترلسو زرو کانټينرونه چې له سوداګریزو توکو ډک وو بند پاتې وو؛ چې له نېکه مرغه د هغو لېږد پيل شوی  او هره ورځ په منځنۍ کچه(۷۰۰) بار وړونکي موټر د تورخم له لارې دېخوا ته راځي .

امرخېل وايي، له بده مرغه له دې خوا د ورځې په اوسط ډول تر۳۵٠ بار وړونکي موټر دتورخم بندر له لارې ځي؛ چې  اصلي ستونزه د پاکستان له خوا د لاريو بطي سکن،چک او تله د دې لامل شوي چې په تورخم کې(۷۵۰۰) لارۍ بندې پاتې شي چې د سوداګرو مالونه يې د خرابېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

والي زياته کړه، د بېلګې په توګه  د تېرې مياشتې له ١٧مې نېټې د روانې  مياشتې تر ١٤مې نېټې پورې ۱۶۹۷۶ لارۍ راغلې دي چې په اوسط توګه د ورځې۶۲۸ لارۍ کېږي ، خو برعکس په همدې ورځو کې  له دې خوا يواځې (۹۴۹۷) لارۍ؛ چې د ورځې۳۵۱ کېږي هغې خوا ته اوښتې دي.

د هغه په وينا، داپه داسی حال کې ده چې تر کرونا مخکې د تورخم فرضي کرښې هغې خوا ته سکن او ترازو نه وه، د ورځې۱۲۰۰ لارۍ اوښتې؛ چې اصلي ستونزه په کوزه پښتونخوا کې د تشو او ډکو لاريو د پروسې ځنډ دی.

امر خېل وويل : (( د پاکستان د سکيننګ او ترازو چک پروسه کې ډېر وخت نيسي او په يوه لارۍ تقريبا(۱۵) دقيقې وخت لګېږي او همدې پروسې د لاريو اوښتو بهير د ځنډ او خنډ سره مخ کړى؛ چې له امله يې سوداګر هره ورځ د ډيټنشن له امله (۴۰۰) ډالرخصوصي شپمنټ کمپنيوته د خالي کانټينرو د تم کېدو د جريمې په توګه ورکوي او ترڅنګ د لاریو کرایه د(۴۰۰زره) پاکستانيو کلدارو څخه تر(۷۰۰زره) پاکستانيو کلدارو  ته لوړه شوې ده چې دې په ټوله کې د نرخونو په لوړوالي او د عوايدو پر کموالي يې ناوړه اغېزه کړې.))

د ننګرهار والي زياته کړې : (( په تاسف سره بايد ووایم چې په تورخم کې لا تراوسه هم بنسټيز مسايل  لکه سړکونه، ګمرکي تاسيسات، برېښنا، پارکينګ ، سړې خونې، معياري ګودامونه، سکېنر، پلونه، واشونه، د پروسس ځایونه  او په ټوله کې چې د يوې تجارتي حوزې لپاره اړين دي ، نه دي جوړ شوي.

د هغه په وينا، همدغو ستونزو په سوداګرۍ، ترانزیټ او عایدو منفي اغېز کړى.

امر خېل وويل، دا چې يادې ستونزې د دوو هېوادونو په کچه يو ديپلوماټيک حل ته اړتيا  لري او ټولې چارې د ننګرهار د ولايتي ادارې له قانوني توان او صلاحيت څخه پورته دي، نو له مرکزي ادارې سره په همغږۍ پورته ستونزو ته د بهرنيو چارو، ماليې او د سوداګرۍ وزارتونو له لارې بنسټيزې حل لارې لټول کېږي او هغه برخې چې د مديريت د شفافيت او جديت تقاضا کوي، مکلف يو چې تعقيب او حل لارې ورته پيداکړو.))

هغه وايي چې  په تورخم کې يې د اصلاحاتو لړۍ پيل کړې، د ترانسپورټ د برخې کارکوونکي چې سوداګرو ترې شکایت درلود تبدیل شوي او مديريتي برخه يې هره ورځ په متواتره توګه دسوداګرو او کارمندانو سره شخصاً دده له لوري تعقيبېږي.

د ننګرهار والي پر ملي سوداګرو غږ کړى چې د  صادراتو په انتقال کې نظم، ډسپلين او د نوبت بشپړ مراعتول د ستونزو د اسانتیا او هوارۍ لامل ګرځي او هره هغه اداره او يا دولتي کارمند چې په دې برخه کې ناقانونه کړنو، فساد او رشوت ته زمینه برابروي، د ننګرهار ولایتي اداره په جریان کې کړي، څو يې په اړه قانوني او لازمي اجراات وشي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.