ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د سرو زرو بیې لوړې شوې

په کابل کې د سرو زرو بیې لوړې شوې

author avatar
10 Oct 2020 - 17:56
په کابل کې د سرو زرو بیې لوړې شوې
author avatar
10 Oct 2020 - 17:56

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٩): نن په کابل ښار کې د سرو زرو بيې لوړه شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکی محمد جاوېد پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۷۰۰ افغانیو ٣٨٠٠ افغانیو او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۱۰۰  افغانیو، ٣٢٠٠  افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له لوړېدو سره تړاو لري.

خو د خوراکي توکو په بیو کې تغییر نه دی راغلی.

د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۳۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۳۱۰ افغانۍ، ۵۰ کیلو ګرامه هندي بوره په ۲۰۸۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۲۹۰ افغانۍ او یوه کیلو تور افریقايي چای په ۲۹۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۱۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۳۵۰افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۲۰ افغانیو او یو کیلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سون توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د وزیر اباد د تېلو ټانګ د کارکوونکي احمد جاوېد د معلوماتو له مخې، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۳۵ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۳۶ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکی محمد شریف وایي چې نن هم د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام مایع ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل د تېرې شنبې په نسبت نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ٧٧  افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ٤٧٤ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تلې په ۱۲مه د یوه امریکايي ډالر بیه ٧٦.٩٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۷۹  افغانۍ بدلېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.