ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يونيسف: په افغانستان کې ١٧ سلنه نجونې له ١٥ کلنۍ مخکې ودېږي

11 Oct 2020 - 07:24
11 Oct 2020 - 07:24

کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٩): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق يونيسف د نجلۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو افغان نجونو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ژمنه کړې چې له افغان دولت او له نړيوالو همکارانو سره د نجونو د پياوړتيا په برخه کې د پانګونې په لاره کې خپل کار ته دوام ورکوي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د يونيسف ادارې استازي ډاکتر ابوبکر کمپو د نجلۍ نړيوالې ورځې په مناسبت له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

پوښتنه: نن د نجلۍ نړیواله ورځ ده او د سږ کال موضوع «زما غږ، زموږ مساوي راتلونکې» ده. ولې په افغانستان کې د داسې یوې ورځې نمانځل مهم دي؟

ځواب: له هر څه وړاندې د نجلۍ نړیواله ورځ (IDG) د افغانستان ټولو پیاوړو، استعداد او لوړ همت لرونکو نجونو ته مبارکي وایم. غواړم هغو ټولو نجونو ته، یعنې هغوی چې روبوټ جوړوي یا هغوی چې پر سکېټ بورډ سپرېږي او هغوی چې په خپلو ازموینو کې د بریالیتوب لپاره د جګړې او شخړو پر ستونزو لاسبرې کېږي، ووایم چې د افغانستان راتلونکی هیله بښونکی دی.

د نجلۍ نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی څو د هغوی له بریالیتوبونو او لاسته راوړنو نمانځنه وکړو؛ د جنسیتي برابرۍ او د نجونو د پیاوړي کولو په برخه کې خپل پرمختګونه و ارزوو او دغه راز د نجونو د روزلو، مشارکت ورکولو او پیاوړي کولو لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړو څو وکولای شي د افغانستان د راتلونکې په غوړېدلو کې فعال رول او ونډه ولري. باید زیاته کړو، هېڅ هغه ملت به پرمختګ ونه شي کولای چې نیم نفوس یې شاته ساتل شوی وي.

«زما غږ، زموږ مساوي راتلونکې» د نجلۍ نړیوالې ورځې لپاره زموږ د سږ کال موضوع ده. افغانې نجونې د اوږدې مودې لپاره له خپلو حقونو بې برخې پاتې شوې دي؛ د مثال په توګه ګڼ شمېر نجونې څنډو ته کښل شوې او د کورني تاوتریخوالي، ځورونې، ناوړه ګټې اخیستنې، له وخت وړاندې ودونې او نورو منفي او زیان اړوونکو تاوتریخوالو په درشل کې واقع شوې دي. څو لسیزو جګړو بېوزلي زیاته کړې او پر نجونو یې د اندېښنې وړ شدیدې اغېزې کړې دي. له دې سره، دا چې جنسیتي تبعیض په ټولنه کې ژورې ریښې لري، معنا یې دا ده چې د ګڼو ځوانو ښځو او نجونو له استعدادونو څخه ګټه نه اخيستل کېږي او زما په اند دغه ستونزه بې له شکه د ملي پراختیا پروسه له خنډ سره مخ کوي. موږ- یعنې یونیسف، دولت، همکارې ادارې او مدني ټولنه ـ باید له یو بل سره په ګډه همکارۍ، ښځو او نجونو ته اړین فرصتونه برابر کړو څو پر خپلو پښو ودرېږي، خپل اندونه او لیدلوري په ازادانه بڼه بیان کړي او دغه راز د محرومیت او تبعیض پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

سږ کال د نجلۍ نړیواله ورځ ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چې موږ په دې ورځ د «بېجینګ عمل پلان» پنځه ویشتمه کلیزه هم نمانځو چې دا په خپل وار د ښځو او نجونو د حقونو لوړولو لپاره یوه پرمختګ غوښتونکې طرحه ګڼل کېږي. موږ هیله لرو چې د نښلولو دغه ټکی د نجونو غږ ته د پیاوړتیا ورکولو، د هغوی د عاملیت او خوځښت لپاره زموږ د ټولیزو هڅو چټکولو په لاره کې کار ورکړي، څو خپل حقونه درک او د مثبت بدلون د فکټورونو په توګه عمل وکړي.

موږ به په یونیسف کې مسلما ً له دغه مناسبت څخه ګټه واخلو څو د ثانوي او ورپسې دورو په ګډون په ښوونځيو کې د نجونو ساتلو لپاره خپلې هڅې نوې کړو، څو وکولای شي له مور کېدو وړاندې خپلې زده کړې او تعلیمات بشپړ کړي. بشپړې زده کړې هغه وسیله ده چې نجونې د بریالیتوب لپاره ورته اړتیا لري.

پوښتنه: جګړې د افغانستان د نجونو پر وړتیاوو او زده کړو ته پر لاسرسي کومې ناوړه اغېزې کړې دي؟

ځواب: د افغانستان پوهنیز سیستم له درېیو لسیزو جګړو سره په پرله پسې توګه ویجاړ شوی. په دې وروستیو کې د نوم لیکنې او شمولیت کچې په لوړولو کې پر پرمختګونو سربېره، د لومړني ښوونځي بشپړول لا هم نه ترلاسه شوې هیله پاتې ده. په اټکلي توګه ٧.٣ میلیونه ماشومان په ټول افغانستان کې له ښوونځيو بهر پاتې دي چې ٦٠ سلنه یې نجونې جوړوي. زموږ دغه ټکي ته پام شو چې د شمولیت او نوم لیکنې کچه، په ځانګړې توګه د هېواد تر ټولو زیاتو بېوزلو او لرو پرتو سیمو کې ډېر زیات توپیر لري. نجونې لا هم د زده کړو امکاناتو ته برابر لاسرسی نه لري او د نجونو لپاره د ځانګړو تشنابونو نه شتون او دغه راز د ښوونځي اوږدې او له خطر ډکې لارې په څېر ننګونو سره مخ دي. په پایله کې ګڼ شمېر نجونې د ښوونځي پر ځای د کور پر کارونو بوختي دي.

همدارنګه د افغانستان پېچلو انساني او ټولنیز- سیاسي ناورینونو هم د دغه هېواد پر ماتېدونکي او زیانمن پوهنیز سیستم او هم په ښوونځيو کې د نجونو د شتون پر کچې اغېز کړی. د سېلابونو، زلزلو او غر ښویېدنو په څېر طبیعي پېښې هم د ماشومانو وضعیت ګواښي. باید ووایم چې میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه لري او تر ډېره همدا لامل دی چې ښوونځیو ته یې نه استوي. اوسمهال د افغانستان د ټولو ښوونځيو ١٦ سلنه نجونې دي او ګڼ شمېر یې روغتیايي امکانات او فاضلاب نه لري؛ دغه چاره په خپل وار ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نیسي. له دې سره، ځیني ټولنیز- فرهنګي او دودیز عوامل هم شته چې پوهنه او د نجونو زده کړې تر تحلیل لاندې نیسي؛ د مثال په توګه نجونې لا هم په کم عمر کې ودېږي ـ ١٧ سلنه د پنځلس کلنۍ عمر له بشپړولو څخه مخکې ـ او په داسې حال کې چې خپله لا ماشومانې وي، مګر د نورو ښځې او میندې جوړېږي. دا د ماشوم حقونو له هغه کنوانسیون څخه ښکاره سرغړونه ده چې افغانستان هم لاسلیک او تصویب کړی دی.

د نجلۍ نړیواله ورځ کې د یونیسف ژمنه دا ده چې موږ له افغان دولت او د هغو له همکارانو سره د محلاتو او ټولنو په کچه پر نوښتونو د پانګونې په لاره کې خپل کار ته دوام ورکوو، څو د ټول هېواد په کچه ټولې نجونې د بشپړ، خوندي، او رغنده ماشومتوب لرلو پر بنسټ خپلو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي.

پوښتنه: په افغانستان کې نجونې هره ورځ خپلو بنسټيزو حقونو ته د لاسرسي په لاره کې له بېلابېلو ننګونو سره مخ کېږي؛ د بېلګې په توګه زده کړو، روغتیا، اوبو، پاکوالي، مشارکت او کاري فرصتونو ته په لاسرسي کې. یونیسف د نجونو د ملاتړ، په ځانګړې توګه د پېغلو نجونو د ملاتړ لپاره له محلي همکارانو سره څه کارونه کوي؟

ځواب: سره له دې چې افغان دولت د ماشوم حقونو د کنوانسیون، تلپاتې پراختیايي موخو، د بېجينګ عمل پلان او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون په اړه خپل ژمنتوب څرګند کړی، خو لا هم د پرمختګ او مثبت بدلون لپاره ډېر واټن شته، یونیسف او همکارې ادارې خوشاله دي چې د دغو هوکړه لیکونو په پلي کولو کې په عملي او پرله پسې توګه له افغان دولت سره کار وکړي.

تر اوسه شوي پرمختګونه هیله بښونکي دي؛ د بېلګې په توګه دولت د ٢٠١٩ کال په مارچ کې یو قانون تصویب کړ، څو د نجونو او هکانو د ودونو لپاره د ١٨ کلنۍ عمر په ټاکلو سره د ماشوم حقونو له کنوانسیون سره سم د ماشومانو له حقونو ملاتړ وکړي.

دغه راز افغانستان په ٢٠١٤ کال د ځوانانو ملي پالیسي هم تصویب کړه چې د کار ګومارنې، روغتیا، زده کړو او د تخنیکي مسلکي روزنې او مشارکت اړخونه تر پوښښ لاندې نیسي. د ځوانانو ملي پالیسي چې په خپل ډول کې بې مخینې ده، د دې تضمین کوي چې پر ځوانانو پانګونه به نجونو او هلکانو ته یو شان ګټه ورسوي څو وکولای شي د خپلو ټولنو په وده او پراختیا کې عملي ونډه واخلي.

یونیسف په لاندې برخو کې د پانګونې له لارې د افغان دولت ملاتړ کوي څو خپلې ملي، سیمه ییزې او نړیوالې ژمنې عملي کړي:

 

  • د نجونو پر زده کړو پانګونه، څو د دایمي زده کړو فرصتونه د ټولو لپاره زیات شي او د ژوند په نورو پړاوونو کې د هغوی په بریالیتوب او ښه ژوند کې بنسټیز رول ولري.
  • په ښوونځيو کې دننه او له ښوونځيو د باندې د نجونو لپاره په اوونیزه بڼه د فولیک اسید ګولیو او دغه راز د روغتیايي امکاناتو او وسایلو چمتو کول؛ څو ډاډ ترلاسه شي چې د نجونو روغتیا، رواني سلامتي او کرامت د یوه لومړیتوب په بڼه په پام کې نیول کېږي. روغتیا او ښه ژوند د هغو بنسټيزو عناصرو له ډلې دي چې د پياوړو، پر ځان باور لرونکو او غښتلو نجولو لرلو لپاره ورته اړتیا لرو.
  • له دې څخه ډاډ ترلاسه کولو په موخه له افغان دولت او د هغه له همکارانو ملاتړ چې نه باید هېڅ یوه نجلۍ د ښوونځي په ګډون هېڅ یوه ځای کې له وخت وړاندې واده شي، له جنسیتي تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ شي.
  • د داسې دریځ یا منشور برابرول چې په کې ځوانان وکولای شي خپل عقاید او لیدلوري بیان کړي او د ټولنې په تشکیل جوړونه او هغو پرېکړو کولو کې ونډه ولري چې پر هغوی اغېز کوي. د بېلګې په توګه، د یو- ریپورټ (U-ReportT)، د ځوانانو غږ دریځ، د ځوانانو د سروې ګانو او شبکو له لارې.

پوښتنه: هغه دری لارې کومې دي چې له مخې یې دولت او همکاران کولای شي د نجونو د پرمختګ کړندي کولو لپاره له یونیسف سره کار وکړي؟

ځواب : یونیسف او د هغه همکارې ادارې به د نجونو د پرمختګ چټکولو لپاره په دې لاره کې خپلو ګډو هڅو ته ادامه ورکړي. موږ به دغه کار د نجونو له پیاوړي کولو څخه د ملاتړ پروګرامونو په برخه کې د پانګونې زیاتولو له لارې ترسره کړو. زموږ دری لومړیتوبونه عبارت دي له:

 

  • دېته په کتو سره چې اوسمهال له ١،٤ میلیونه تنکي ځوانان ښوونځي کې نه دي شامل، موږ به په نیاو غوښتنه (Advocacy) لاس پورې کړو څو ټولې نجونې او هلکان زده کړو او روزنې ته له مساوي فرصت څخه برخمن شي.
  • موږ به د نجونو او پېغلوټو د روغتیايي خدمتونو لپاره عدالت غوښتنه او په دې لاره کې پانګونه وکړو او روغتیايي معلوماتو ته د هغوی له لاسرسي به ډاډ ترلاسه کړو.
  • موږ به د داسې شبکو جوړونې لپاره هم عدالت غوښتنه او پانګونه وکړو چې له لارې یې ځوانان وکولای شي په انلاین او آفلاین بڼه پر خپل ځان اغېز لرونکو بحثونو او پرېکړو کې ونډه واخلي؛ د بېلګې په توګه، د هغوی زده کړه او روزنه، معلوماتو، روغتیا او… ته د هغوی لاسرسی.

پوښتنه: افغان نجونو ته ستاسو پیغام څه دي؟

ځواب: نجونې د بدلون عوامل، د ټولنې او نړۍ د راتلونکې جوړوونکې دي. افغان نجونې هم کولای شي دغه نړیواله پروسه رهبري کړي، موږ غواړو ووینو چې نجونې او ځوانې ښځې پیاوړې شوې او کولای شي خپل اندونه په ازادانه توګه بیان کړي او د خپلې راتلونکې په اغېز لرونکو پرېکړو کې ونډه واخلي. یوه له هغو لارو چې یونیسف له دې پروسې ملاتړ او حمایت کوي، د یوـ رپورټ (U-Report) نوی مکانيزم دی. یوـ رپورټ یو ټولنیز دریځ یا پلټفارم دی چې د یونیسف له خوا چمتو شوی او په ټولنیزو رسنیو کې یې له لارې ځوانان کولای شي د هغو مسایلو په اړه خپل لیدلوري د لنډو سروې ګانو له لارې بیان کړي چې د دوی لپاره ارزښت لري. ورپسې پایلې په ټولنیزو یا خواله رسنیو کې شریکېږي، څو یو مثبت بحث تشکیل کړي او ځوانانو ته د نظر څرګندولو فرصت ورکړل شي.

Hits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.