ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت يو ټولنيز مرکز جوړېږي

په اروزګان کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت يو ټولنيز مرکز جوړېږي

author avatar
11 Oct 2020 - 09:29
په اروزګان کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت يو ټولنيز مرکز جوړېږي
author avatar
11 Oct 2020 - 09:29

ترینکوټ (پژواک،٢٠ تله ۹۹): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ښځو لپاره د یوه ټولنيز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې چې ۲۲،۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد ددغه مرکز د کار د پيل پر مهال وويل چې په دغه ټولنيز مرکز کې به ۳۸ دوکانونه، تفریحي پارک، پلې لارې، جامع جومات او نور اړین ځایونه شتون ولري.

هغه زياته کړه چې له دغه مرکز څخه به اروزګان مېشتې مېرمنې د توکو د پېر او پلور، تفریح او مېلې لپاره کار اخلي او ټولې ګډونوالې به یې مېرمنې وي.

د ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختیار وایي، دغه مرکز به د یوکال په موده کې د ۲۲،۷ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زياته کړه چېددغه مرکز جوړولو مالي لګښت د ښاروالۍ د بودجۍ له خوا ورکول کېږي چي په جوړېدو سره به یې ګڼو بېوزلو او بې سرپرستو مېرمنو ته کاري زمینې هم برابرېشي.

د ترینکوټ ښار یوې اوسېدونکې مريم پژواک ته وویل، نه یوازې به هغوی له دغه مرکز څخه د سوداګریزو توکو پېر او پلور ترسره کوي، بلکې ملي او کلتوري ورځې به هم په دغه مرکز کېنمانځي.

ديادونې ده، پنځه کاله مخکېپه ترینکوټ ښارکې د ښځو لپاره د یوه تفریحي پارک جوړېدو چارې هم پيل شوې وې، خو د نا امنۍ او یوشمېر نورو ستونزو له امله يې چارې په ټپه درېدلې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.