ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: پکتيا کې د ۱۰۳ ښوونځيو د ودانيو جوړېدو چارې دې ژر پيل شي

خلک: پکتيا کې د ۱۰۳ ښوونځيو د ودانيو جوړېدو چارې دې ژر پيل شي

author avatar
12 Oct 2020 - 17:26
خلک: پکتيا کې د ۱۰۳ ښوونځيو د ودانيو جوړېدو چارې دې ژر پيل شي
author avatar
12 Oct 2020 - 17:26

ګردېز (پژواک، ۲١ تله ۹۹): د پکتيا اوسېدونکو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې وويل چې حکومتي مسوولينو په دغه ولايت کې د ١٠٣ ښوونځيو د جوړېدو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه د يوه لپاره هم ودانۍ نه ده جوړه شوې.

تېر کال د لړم د مياشتې په لومړۍ نېټه د کليو او پرختيا وزير مجيب الرحمن کریمي له اړوندو مسوولينو سره يو ځای په ګردېز کې ۱۰۳ ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو چارې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبرې په ايښودو پيل کړې، خو له دې ډلې تر اوسه د هيڅ يوې ودانۍ عملي چارې نه دي پيل شوي.

د پکتيا ولايت اوسېدونکي نيوکه کوي چې د دغه ولايت ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او دولتي چارواکي هم په دې اړه د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

قومي مشرانو، ځوانانو او زده کوونکو په يوه ګډه اعتراضيه راټولېدنه کې هر څه ژر د دغو ښوونځيو د ودانيو د چارو د پيل غوښتنه وکړه.

د دې پروګرام تنظيموونکی او د ځوانانو پارلمان غړی احمدالله احمدي نيوکه کوي چې پکتيا کې غوڅ اکثريت زده کوونکي د زده کړو خوندي چاپېريال، کتابونه، لابراتوارونه او نورې لازمې اسانتياوې نه لري او په کار ده چې اړوند وزارت دې برخې ته جدي پام وکړي.

احمدي وايي: ((د کليو او پراختيا وزير تېرکال پکتيا کې د اقرا برنامې تر چتر لاندې د ښوونځيو د ودانيو افتتاح وکړه، خو تراوسه د هيڅ ودانۍ خښته نه ده ايښودل شوې. دلته ودانيو ته اساسي اړتيا ده او موږ په کلکه دا غوښتنه کوو چې چارواکي دې خپله ژمنه ژر عملي کړي.))

مدني فعال سليم خيبر پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د زده کړو کيفيت په خورا ټيټ حالت کې دی او د ښوونځيو د لرې والي يا د ودانيو د نشتوالي له امله ګڼ شمېر زده کوونکي په تېره نجونې له زده کړو پاتې کيږي.

خيبر زياته کړه: ((د ماشومانو لپاره ښې زده کړې او کيفيت غواړو. متاسفانه د استادانو په برخه کې ډېر مشکلات دي او د زده کوونکو لپاره يو سرخوږی ناوړه تعليمي نصاب دی چې يو کال یو رقم کتاب وي، بل کال بل رقم.))

د تېرې سيمې يو ملک دلاور خان وايي چې د ټولو ماشومانو، په تېره د نجونو د زده کړو لپاره يې په کلي کې د ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه وپېرله، خو تر اوسه نه يوازې ودانۍ، بلکې ښوونکي او نورې درسي اسانتياوې هم نه ورته برابريږي.

خان زياته کړه: ((زه په کلي کې شپږ صنفونه لرم، د شپږ صنفونو لپاره درې استادان لرم. معارف ته چې ورشم وايي چې استاد نشته، استادان دفتر په دفتر ګرځي چې موږ استادي ته نه نيسي. د مکتب لپاره مې يو جريب ځمکه په شل لکه افغانۍ واخيسته، خو تر اوسه ماشومان لمر ته ناست دي.))

د شپږم ټولګي زده کوونکې حسينه وايي چې د ښوونځي ودانۍ نه لرلو له امله په ازاده هوا کې کېني، چې ډېرى وخت د باد او ګردونو له امله ورڅخه درسونه پاتې کيږي.

د پکتيا ولايت د پوهنې رياست هم دا ستونزه مني او وايي چې له خپله اړخه يې په دې برخه کې ټول تدابير نيولي، خو د کليو او پراختيا وزارت له خوا اړوندې چارې ځنډېدلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.