کابل (پژواک، ۲۱ تله ۹۹): د پاکستان د وېزې سلګونو غوښتونکو د دغه هېواد د ویزو په ترلاسه کولو کې د کمېشن کارانو پر فعالیت نیوکه وکړه او وایي چې کمېشن کارانو او په سفارت کې موظفو امنیتي ځواکونو ته له بډې ورکولو پرته د ویزې ترلاسه کول ستونزمن دي.
په یوه اوونۍ کې د دویم ځل لپاره نن بیا د پاکستان د وېزو سلګونو غوښتونکو د وېزو د بهیر پر ځنډ، کمېشن کارانو پر فعالیت او د وېزې د ترلاسه کولو لپاره د پولیسو له خوا پر بډې اخیستوپه اعتراض کې پر لاریون لاس پورې کړاو شا خوا یو ساعت یې د کارته پروان-بره کي لاره وتړله.
د پاکستان وېزه غوښتونکې مارینا په داسې حال کې چې د پاکستان سفارت ودانۍ د دروازې په څنګ کې ولاړه وه،پژواک ته وویل، شاوخوا پنځه ورځې کېږي چې د وېزې ترلاسه کولو لپاره د دغه هېواد سفارت ته راځي، خو تراوسه نه ده توانېدلې وېزه ترلاسه کړي.
هغې زیاته کړه: «نه یوازې نران، بلکې مېرمنې هم د شپې دوه بجې راځي او هغه کسان چې له ۵ تر ۲۰ زرو بډې ورکوي، له نوبت پرته ورته د دننه کېدو اجازه وکول کېږي؛ خو هغه کسان چې پیسې نه ورکوي، څو ورځې کېږي چې د سفارت د دروازې شاته په تمه دي.»
نوموړې پر پولیسو له کلکې نیوکې سره وویل چې په سفارت کې ګومارل شوې امنیتي ځواکونه نه یوازې نران، بلکې ښځې هم وهي ډبوي.
د کابل د سروبي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي طاهر پژواک ته وویل چې مور او دوه ماشومان یې ناروغان دي او هرې درې میاشتې وروسته باید پاکستان ته ولاړ شي، خو د کرونا ویروس د خپراوي له امله یې له ۷ میاشتو راهیسې ناروغان پاکستان ته نه دي بیولي.
نوموړي زیاته کړه: «ډېر د وخته راغلم او لومړی کس وم، له بده مرغه هغه کس چې له ما وروسته راغلی و، د بډې په ورکولو داخل ته لاړ؛ خو ماته تراوسه د دننه کېدو اجازه نه ده راکړل شوې.»
د پاکستان د وېزې یوه بل غوښتونکي میر زمان وویل: «اته ورځې مخکې سفارت ته راغلم، تراوسه مې وېزه نه ده اخیستې، تېره شپه پولیسو څو کسانو ته د اووه-اووه زره افغانیو رشوت ورکولو په بدل کې کانټېنر ته دننه کېدو اجازه ورکړه؛ خو موږ یې له ساحې وایستو.»
د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکي اجمل عزیزي هم د وېزو پر ځنډ او د کمېشن کارانو له خوا د بډې پر اخیستو د نیوکې ترڅنګ د افغانستان له حکومته وغوښتل چې شته ستونزه له ډيپلوماتیکې لارې حل کړي او یا د تل لپاره د ویزو د وېش بهیر ودروي.
بلخوا په کابل کې د پاکستان سفیر منصور خان پژواک ته وویل چې د تېرو څو ورځو په لړ کې ویزې یوازې زده کړیالانو او کلکو ناروغانو ته ورکول کېږي؛ خو سر له سبا د ټولو غوښتونکو لپاره په کابل او نورو ولایتونو په قونسلګریو کې د وېزو وېش پیلېږي.
هغه دې ته په اشارې چې په نږدې راتلونکو ورځو کې د خلکو د ستونزو هواري په موخه، د وېزې برخې کاکوونکي ډېروي، وویل چې شخصاً د سفارت کارکوونکو ته سپارښتنه شوې څو د وېزو شمېر هم ډېر کړي.
په ورته مهال، د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دې وړاندې د کابل پولیسو د پاکستان ویزو په ترلاسه کولو کې د کمېشن کارۍ په تور څو کسان نیولي دي او دغه موضوع څارل کیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن