ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان يو شمېر ښوونکو ته مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې

13 Oct 2020 - 07:33
13 Oct 2020 - 07:33

پلخمري (پژواک، ٢٢ تله ٩٩): د بغلان يو شمېر ښوونکي وايي چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

خو بل لورته د بغلان د پوهنې رياست بيا دغه څرګندونې نه مني او وايي چې د ځينو ښوونکو يواځې د يوې مياشتې معاش پاتې دى.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د مرکز اړوند د ډنډ غوري سيمې لسګونو ښوونکو اعتراض وکړ، خو د يو لړ ستونزو له امله ډېرى يې نه غواړي چې نومونه يې په راپور کې خپاره شي.

د يادو کسانو له ډلې ښوونکي اسدالله پژواک ته وويل چې د تلې مياشت هم په خلاصېدو ده، خو تر اوسه دوى ته د زمري او وږي مياشتو تنخوا نه ده ورکړل شوې.

ده وويل: ((نور اقتصادي مشکلات خو څه کوې، مور مې د زړه ناروغي لري، يوه روپۍ کور کې نه لرو، که معاش را نه کړي مور ته به مې پر څه شي درمل واخلم.))

نوموړى وايي چې په ښوونځي کې د نجونو لپاره يوه ښځينه ښوونکې لري او هغې ورته ويلي چې ښوونځي ته د راتګ لپاره لږ تر لږه د موټر کرايه هم نه لري.

دغه راز بل ښوونکي محمد اشرف هم پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې مياشتنۍ تنخوا نه ده ترلاسه کړې.

هغه وايي: ((معتمد راته نن او سبا کوي، دکاندارانو نه مو قرض اخيستى دى، نور ورته مخ نه لرو، په يو عالم مشکلاتو کې يو.))

نوموړي د پوهنې ریاست له چارواکو غوښتنه وکړه چې د ښوونکي د حیثیت  خوندیتوب په موخه دې د معاشونو د ژر ورکولو برخه کې اقدام وکړي.

همدارنګه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جمیعت لېسې سر ښوونکي سردار ګل  قانع پژواک ته وويل، مسوولينو ښوونکو ته ويلي،ترڅو خپل سيستم بانکي نه کړي، مياشتنۍ تنخواوې يې نه ورکول کيږي.

هغه وايي: ((دا خو سمه ده چې سيستم بايد بانکي شي خو اوس بايد د ښوونکو معاش ورکول شي، ځکه چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى.))

يو شمېر نورو ښوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د معاشونو د ژر اجرا کېدو غوښتنه يې وکړه.

خو بل لورته د بغلان د پوهنې رييس سيد اسماعيل مجاهد پژواک ته وويل چې د ډېرو لږو ښوونکو مياشتنۍ تنخوا پاتې ده.

ده وويل: ((د ډېرو ښوونکو معاشونه ورکول شوي، يواځې د لږو ښوونکو معاشونه د تخنيکي ستونزو له امله پاتې دي چې په نن او سبا کې به د هغوى معاشونه هم ورکول شي.))

نوموړي له ټولو ښوونکو غوښتنه وکړه چې د معاشونو د پر وخت ترلاسه کولو  لپاره په بانکي سيستم کې ځانونه داخل کړي.

د يادونې ده چې د روان کال په اوږدو کې د کرونا ويروس د رامنځته کېدو له امله ښوونځي تړل شوي وو، خو بيا هم ښوونکو ته د هغوى مياشتني حقوق ورکول کېدل.

Hits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.