ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښځې: د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي دې د ښځو حقونه په پام کې ونیسي

د خوست ښځې: د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي دې د ښځو حقونه په پام کې ونیسي

author avatar
13 Oct 2020 - 14:15
د خوست ښځې: د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي دې د ښځو حقونه په پام کې ونیسي
author avatar
13 Oct 2020 - 14:15

خوست ښار (پژواک، ۲۲ تله ۹۹): د خوست ځینو مېرمنو د يوې غونډې پر مهال په قطر کې د سولې له مرکچي پلاوو غوښتنه وکړه چې د دوی حقونه دې په پام کې ونيسي.

ياده غونډه چې د خوست د ښځو چارو رياست له خوا د «افغان ښځو غږ او د جمهوري اسلامي نظام ملاتړ» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، ګڼو مېرمنو په کې برخه اخيسته وه.

هغوی خپلو خبرو کې وويل، د افغان سولې خبرو دواړه مرکچي پلاوي، په ځانګړي ډول وسله وال طالبان بايد د افغان ښځو د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو او پرمختګونه ته ژمن پاتې شي.

دې غونډې ته د خوست د ښځو چارو رييسې شفعيې نوروزۍ وويل، افغان مېرمنې تر بل هر چا سولې ته ډېرې تږې دي، خو د يوې داسې سولې غوښتونکې دي چې د ټولنې ټولو قشرونو، په ځانګړي ډول د مېرمنو حقونه په کې خوندي وي.

هغه زياتوي: ((په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام کې ډېر پرمختګونه ترلاسه کړي، سترګې پرې نه شي پټېدلای او هېڅوک نه شي کولی چې له دې کړنو سترګې پټې کړي. نن موږ د همدې لپاره راټولې شوې يو چې دا لاسته راوړنې وساتو او چاته اجازه ورنه کړو چې زموږ تاسو خدمات تر پښو لاندې کړي.))

په ورته مهال د خوست ولايت مقام د جندر امرې ناديې باوري غونډې ته وويل افغان مېرمنې له شته نظامه په اسانۍ نه تېرېږي، ځکه هغه لاسته راوړنې او پرمختګونه چې دوی د جمهوريت تر سيوري لاندې په تېرو اتلسو کلونو کې ترلاسه کړي، په نورو نظامونو کې ناممکن دي.

هغه وايي: ((موږ تاسې بايد د جمهوريت څخه ملاتړ وکړو، خپلو لاسته راوړنو نه ملاتړ وکړو، خپلو حقه حقونو نه کوم چې شريعت، اسلام او اساسي قانون راکړي، دا به هيچا ته اجازه ورنه کړو، چې موږ نه دا حق واخلي.))

بل پلو د خوست ولايتي شورا غړې زهرې جلال يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې د جنګ له دواړو اړخونو، په ځانګړې توګه له طالبانو غوښتنه وکړه چې په دغه حساس وخت کې له نرمښته کار واخلي او اوربند ته غاړه کېږدي.

د هغې په وينا، د سيمې استخباراتکي کړۍ په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې روانه جګړه توده وساتي او هغه فرصت چې دا مهال د سولې لپاره رامنځته شوی، له منځه يوسي.

هغې زياته کړه: ((خصوصاً موږ د بين المللي ټولنې نه دا غوښتنه ده، چې دلته مداخله وکړي، دواړو غاړو نه قوي تضمينونه واخلي او په ضمن کې له ګاونډي هېوادونو هم قوي تضمينونه واخيستل شي، ترڅو يوه تل پاتې سوله راشي.))

يو شمېر نورو ښځينه ګډونوالو هم که څه هم خپلو خبرو کې په قطر کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې له پيل شوو مذاکرتو ملاتړ څرګنداوه، خو زياتوله يې چې دواړه غاړې بايد د هغوی حقونو ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه په وينا يې روانه جګړه کې تر بل هر چا ښځو ته ډېر زيان رسېدلی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.