ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٣٨ ميليونو ته ورسېد

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٣٨ ميليونو ته ورسېد

author avatar
13 Oct 2020 - 16:13
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٣٨ ميليونو ته ورسېد
author avatar
13 Oct 2020 - 16:13

کابل (پژواک، ٢٢ تله ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر ٣٨ ميليونو کسانو ته رسېدلی دی.

د کرونا ويروس چې شاوخوا لس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، خو اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى دى.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٣٨ ميليونو کسانو اوښتى دى.

دغې سرچينې زیاته کړې چې تر اوسه څه باندې ٢٨ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون او ٨٦ زره کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي چې د ټولو ناروغانو ٥ سلنه جوړوي.

يادې سرچينې ويلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه يې د روغتیا په منځني حالت او يوه سلنه يې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر اته ميليونو ته رسېدلې ده چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ٢٠ سلنه جوړوي. دغه راز په امريکا کې ٢٢٠ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امريکا وروسته هندوستان له کرونا ډېر ځپل شوى دى، هلته اوه ميليونه کسان پرې اخته او  ١١٠ زره کسان مړه شوي دي.

برازيل په نړۍ کې درېيم هېواد دى چې له کرونا ډېر ځپل شوى؛ هلته ٥ ميليونه او ١١٠زره کسان پر کرونا اخته او ١٥٠ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، پيرو، کولمبيا، مسکيکو، سويلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين ،چيلي برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٣٩زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٤٨٠ کسان مړه او څه باندې ٣٣ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.