ښرنه (پژواک، ٢٢ تله ٩٩): د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د ٤٣ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو پروژو کارونه پيل شول.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا د کليو او پراختيا رييس مومن افغان وويل چې په دغو پروژو کې يوه استنادي دېوال او د يوه کانال جوړېدو چارې شاملې دي.
ده زياته کړه: ((دغه پروژې د اورګون ولسوالۍ په دهنې کلي کې پلې کېږي او قرارداد يې هم د همدې کلي له پراختيايي شورا سره شوى دى.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کانال اوږدوالى ١،٦ کيلومتره او د استنادي دېوال اوږدوالى نږدې يو کيلومتر دى چې چارې به يې د درېيو مياشتو په اوږدو کې بشپړې شي.
ده وويل چې پر دغو پروژو شاوخوا ٤٣ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د اړوند وزارت له لوري ورکول کېږي.
هغه هیله وښوده چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به د دهنې کلي د خلکو ستونزې تر یوه بریده حل شي.
مومن د پروژو له پلې کوونکې انکشافي شورا غوښتنه وکړه چې یادې پروژې په ښه ډول عملي کړي.
ريیس زیاته کړه، په پلان کې ده چې د دهنې کلي لپاره د یو سربند جوړولو پروژه هم منظوره او پلې شي.
مومن افغان همدارنګه وویل چې د ټولې پکتیکا په کچه بېلابېلې لويې او وړې پروژې تر کار لاندې دي.
دغه راز په همدې غونډه کې د پکتیکا مرستیال والي شېر بادشاه اورګوني وویل چې د کلیو پراختیا ریاست په دغه ولایت کې د پام وړ کارونه کړي او تر ډېره یې د خلکو ستونزو ته رسیدنه کړې.
هغه د دهنې کلي له خلکو غوښتنه وکړه چې د یادو پروژو له رغنیزو چارو وخت پر وخت څارنه وکړي او کارونه يې په ښه ډول د پروپوزل مطابق ترسره کړي.
اورګوني زیاته کړه چې د یو کلي لپاره د ۴۳ ميلیونه افغانیو په ارزښت د غبرګو پروژو تطبیق لویه خبره ده او کلیوال باید په ښه ډول ترې ګټه پورته کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن