ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د کرونا ٦٢ نور ناروغان ثبت شول

افغانستان کې د کرونا ٦٢ نور ناروغان ثبت شول

author avatar
16 Oct 2020 - 15:16
افغانستان کې د کرونا ٦٢ نور ناروغان ثبت شول
author avatar
16 Oct 2020 - 15:16

کابل (پژواک، ۲۵ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۶۲ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٠۸۸ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ۲۵ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۴۲۵ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۶۲ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٠ زره او ۸۸ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۱۵ په هرات، ۱۲ په بلخ، ۸ په کابل، ۱۱ په دایکنډي، څلور څلور په کندهار او بغلان، دوه ، دوه په ننګرهار، نیمروز او پروان او یوه یوه په کندز او وردګو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۶۹ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۳۵۱۶ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۴ تنه له کرونا ناروغۍڅخه مړه شوي دي چې په دې سره په افغانستان کې له کرونا ويروس څخه د وژل شویو شمېره ١٤٨۵ کسانو ته لوړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير جواد احمد عثماني د يوې خبري غونډې پرمهال ويلي و چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو خواته روانې دي.

هغه وويل چې که په هېواد کې د کرونا دويم موج رامنځته راشي نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتوالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.