ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: په هرات کې د ښوونځیو شاوخوا ۵۰ سلنه زده کوونکي پر کرونا اخته دي

څېړنه: په هرات کې د ښوونځیو شاوخوا ۵۰ سلنه زده کوونکي پر کرونا اخته دي

author avatar
18 Oct 2020 - 11:12
څېړنه: په هرات کې د ښوونځیو شاوخوا ۵۰ سلنه زده کوونکي پر کرونا اخته دي
author avatar
18 Oct 2020 - 11:12

هرات ښار (پژواک، ٢۷ تله ۹۹): د هرات د عامې روغتیا ریاست د څېړنو ټېمونو موندنې ښیي چې د دغه ولایت له ۴۰ څخه تر ۵۰ سلنه ښوونځيو زده کوونکي پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د روان کال د فبروري په ٢٤مه په هرات ولایت کې ثبت شوه.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه په هرات ولایت کې ١٣٩٣٣ کسانو د کرونا ټسټونه شوي چې  له دې ډلې ٦٧٠٢ یې مثبت دي.

په همدې موده کې په هرات ولایت کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو له امله ٢٥٠ کسان مړه شوي، خو ٦٠٢٨ کسان له دې ناروغۍ بېرته جوړ شوي دي.

بلخوا د هرات د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د دغه ولایت څلوېښت تر پنځوس سلنه زده کوونکي په کرورنا ویروس اخته شوي دي.

شېرزی: د کرونا ویروس مثبتې پېښې ډېرې شوې دي

د هرات د عامې روغتیا ویاند محمد رفیق شېرزي پژواک ته وویل چې د دغه ریاست څېړونکي ټېم په تصادفي ډول له ۳۵۰ نجونو او هلکانو زده کوونکو د کرونا ویروس ازموینې اخیستې دي او له دې ډلې د ۱۵۳ زده کوونکو پایلې مثبتې پېژندل شوې دي.

نوموړي د هغو شاګردانو روغتیایي وضعیت چې په کرونا اخته شوي، ډاډمن وباله.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند د دغه ولایت په ښوونځیو کې د کرونا ویروس پر ناروغۍ د اخته کسانو دقیق شمېر د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې په ښوونځیو کې باید ډېرو روغتیایي ټکو ته پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه چې په ویروس د اخته کسانو شمېر په تېرو دوو اوونیو کې ډېر شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې په هرات ښار کې د ویروس دویمه څپه نه ده خپره شوې او پرې اخته کسان د دې ناروغۍ د لومړۍ څپې دوام دی.

د هغه په وینا، د ورځې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کسانو د کرونا ټیسټونه اخیستل کېږي.

د هرات په ولایت کې ښوونکي او زده کوونکي هم د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ډېروالي په اړه اندېښمن دي.

ثريا سروري د هرات ښار په څنډه کې د شهید سردارمحمد داوود خان ښوونځي ښوونکې په ښوونځیو کې پر کرونا ویرس د اخته کسانو د شمېر ډېروالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او پژواک ته یې وویل چې یوازې د دوی په ښوونځي کې د مدیرانو په ګډون ١٦ ښوونکي پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د هغه په ​​خبره، د روغتیایي ټېمونو له خوا د دغه ښوونځي له ښوونکو او زده کوونکو اخیستل شوی هر ټیسټ مثبت پېژندل شوی دی.

هغه وویل چې د کرونا ویروس د  مثبتو پېښو له ډېروالي سره ښوونځي هم د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «اوس مهال د سردار محمد داوود خان شهید ښوونځي له مخکې، څلورو ښوونکي کمبود درلود او له قرنطین سره ۱۶ نور ښوونکي هم کم شوي؛ دغه ښوونځی د ښوونکو له ډېر کمښت سره مخ دی.»

د مېرمن سروري په وینا، په یاد ښوونځي کې د ډېری زده کوونکو برخلیک معلوم نه دی.

یادې ښوونکې څرګنده کړه، که څه هم اوس په ښوونځي کې د ښوونکو شمېر کم دی، دوی هڅه کوي چې د ۱۶ ښوونکو د کرونا ټیسټونو له منفي کېدو وروسته ښوونځی مدیریت او تعلیمي نصاب عملي کړي.

هغه له ​​اړوندو چارواکو وغوښتل چې په دې برخه کې یو بنسټیز پروګرام پیل کړي.

پنځلس کلنه نرګس په هرات ښار کې د یوه ښوونځي زده کوونکې ده.

هغې پژواک ته وویل، په داسې حال کې چې د کرونا هېڅ نښې نه لري خو د ټیسټ پایله یې مثبته پېژندل شوې ده.

نرګس زیاته کړه، وروسته له هغه چې ټیسټ یې مثبت شو، بهر ډېره نه وځي او تل له ماسک نه استفاده کوي.

یادې زده کوونکې زیاته کړه چې ډېری ټولګیوال یې له ماسکه ګټه نه اخلي.

هغې له کورنیو او زده کوونکو وغوښتل چې پر کرونا ویرس له اخته کېدو د مخنیوي لپاره له کوره د وتو پر مهال ماسک وکاروي.

روغتیایي پوهان: باید له کرونا سره ژوند وکړو

یو شمېر روغتیا متخصصین او مدني فعالان که څه هم د هرات په ښوونځیو کې د ډېر شمېر زده کوونکو پر کرونا ویروس اخته کېدل د اندېښنې وړ بولي، خو ټینګار کوي چې حکومت او روغتیایي متخصصین باید تعلیمي ادارو ته د دغه وضعیت د خپرېدو د مخنیوي لپاره اساسي ګامونه پورته کړي.

په هرات کې د انتاني ناروغیو متخصص ډاکتر فضل الدین فایر د ښوونځیو د ۵۰ سلنه زده کوونکو پر کرونا اخته کېدل د اندېښنې وړ وبلل او پژواک ته یې وویل چې ډېری دغه زده کوونکي ښایي د کرونا نښې نښانې ونه لري؛ خو نورو ته ناروغي انتقال کړي.

ډاکتر فایز ټینګار وکړ چې که دغه زده کوونکي روغتیایي ټکو ته پام ونه کړي، نو ویروس به لویانو او د هغو کسانو کورنیو ته چې  ډول ډول ناروغان لري، انتقال کړي.

هغه زیاته کړه: «په دې اړه باید په لویه کچه؛ یعنې د هېواد په کچه تصمیم ونیول شي او د ښوونځیو له لارې د کرونا ويروس د خپرېدو مخنیوي لپاره باید یوه اساسي حللاره غوره شي.»

دغه روغتیایي متخصص ټینګار وکړ چې د ښوونځیو رخصتول هم مناسبه حللار نه ده او په ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو کې د روغتیایي ټکو مراعاتولو لپاره باید بنسټیز حل ولټول شي.

په هرات کې مدني فعال عبدالله عزیزي هم په ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو کې د روغتیایي لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

هغه پژواک ته ویل: «له دې ډېر باید خلک له کرونا ونه ډار کړو، باید له کرونا سره ژوند وکړو او د وړاندوینو له مخې، ښایي څو کاله کرونا له نړۍ ورکه نه شي؛ نو باید ونه ډار شو.»

دغه مدني فعال له حکومت، په ځانګړې توګه د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې په ښوونځیو کې دې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي څو د ښوونځیو له لارې د کرونا ويروس د خپرېدو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه چې د ښوونځیو قرنطین کول او تړل د حللار نه ده او جدي اقتصادي پایلې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په عامه او خصوصي دفترونو کې به له دې وروسته د ماسک کارول لازمي شي.

په دې اړه د چارواکو څرګندونې:

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال وحید مجروح پژواک ته وویل چې کرونا تر اوسه په هرات کې جدي ګواښ نه دی.

د مجروح په وینا، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې تعلیمي فعالیتونه د روغتیایي لارښوونو په پام کې نیولو سره، لکه ماسک تړل، ټولنیز واټن او لاس مینځل، دوام لري.

هغه زیاته کړه چې له دې وروسته به زده کوونکو ته لازمه وي چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ماسک وکاروي او که زده کوونکي او محصلین ماسک ونه لري، دوی ته به د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.

هغه په ​​هرات کې د کرونا ناروغۍ د پراخېدو وضعیت د اندېښنې وړ ونه باله او ویې ویل، له دې امله چې د شکمونو کسانو ټسټونه د څو ورځو لپاره په لابراتوار کې نه وي ترسره شوي او دا ټیسټونه په یو ځل ترسره شوي نو ځکه پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شو.

د روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د څېړونکو ټېمونو د ډېروالي خبر ورکړ او ویې ویل، د ښوونځي یا پوهنتون په هر ټولګي کې چې پر کرونا اخته کسان وپېژندل شي، هغه ټولګی به د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شي.

مجروح زیاته کړه چې په دې وروستیو کې په هرات کې پر کرونا ویروس د اخته مېرمنو شمېر ډېر شوی او لامل یې هم په ودونو کې د ښځو ګډون دی.

که څه هم هڅه مو وکړه په دې برخه کې د پوهنې ریاست نظر واخلو خو د دې ادارې رييس ځواب ورکولو ته حاضر نه شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند  اکمل سمسور هم وویل چې اوس په دولتي او خصوصي ادارو کې ماسک کارول لازمي دي.

د هغه په ​​وینا، په عامه او خصوصي ادارو کې د ماسک لازمي کولو طرحه تېره اوونۍ د روغتیا وزارت له خوا حکومت ته وسپارل شوه او دغه پلان کابینې تصویب کړ.

د دې طرحې له مخې، دولتي ادارو ته تلونکي کسان هم باید ماسک ولري.

په دې طرحه کې څرګنده شوې، هر څوک چې له ماسک پرته دولتي ادارو ته مراجعه وکړي، د ننوتلو اجازه به ورنه کړل شي.

د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې د ماسک کارول د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو لپاره هم لازمي شوي او دا چې ټول ډاکتران او روغتیایي کارکوونکي باید په روغتیایي مرکزونو کې ماسک وکاروي څو د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.

د یادونې ده، په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه ٤٠١٤١ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، ١٤٨٨ کسان یې له امله مړه شوي او ٣٣٥٦١ نور ترې بېرته رغېدلي دي.

دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.