ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د نیمایي کال د بودیجې سند تایید کړ

مشرانو جرګې د نیمایي کال د بودیجې سند تایید کړ

author avatar
18 Oct 2020 - 20:54
مشرانو جرګې د نیمایي کال د بودیجې سند تایید کړ
author avatar
18 Oct 2020 - 20:54

کابل(پژواک۲۷ تله ۹۹): مشرانو جرګې د نیمایي مالي کال بودیجه تایید کړه او ټاکل شوې ده چې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته واستول شي.

د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد او بودیجې کمېسیون رییس عبدالوهاب عرفان چې د دغې جرګې په نننۍ غونډ کې یې  د نیمایي کال د بویجې د سند په اړه معلومات وړاندې کول وویل، د روان مالي کال نیمایي بودیجه ۴۲۸ میلیارده او ۳۸۰ میلیون افغانۍ وه چې ۴۵۳ میلیارد او ۸۷۵ میلیون افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه د نیمایي کال د بودیجې په سند کې د شاملو پروژو په اړه د جزیاتو له ورکولو پرته وویل: ((په ۶۱ میلیارد افغانۍ چې د تمویل سرچینې یې د نیمایي کال په بودیجه کې مشخصې شوې ۱۰ میلیارد افغانۍ د ریزرف له درکه د کال په پیل کې په بودیجه کې شاملې شوې، ۲۴ میلیار افغانۍ د نورو زیرفونو له درکه، ۲۵.۴ میلیار افغانۍ د اسانه قرضونو چې افغان حکومت د پور له نړیوال صندوقه اخیستې او ۹۰۰ میلیون افغانۍ د غیر اختیاري دونرونو له بودیجې چې له حکومت سره وې تمویلېږي شاملې دي.))

هغه وایي چې په اصل کې له ۹ میلیارد ډېرې افغانۍ په عادي او ۱۶ میلیارد افغانۍ په پراختیایي بودیجه کې ډېروالی راغلی دی؛ خو د نیمایي کال په بودیجه کې په ټوله کې ۶۱ میلیارد او ۳۲۰ میلیون افغانۍ بدلونونه راغلي چې په دې کې د ۱۱.۵ ملیارد افغانیو بودیجې کسر چې د کال په پیل کې راغلی و هم شامل دی.

د هغه په وینا، د نیمایي کال د بودیجې سند په کمېسیونونو کې هم څېړل شوی او د کمېسیونونو په ګډه ناسته کې هم تایید شوی دی.

هغه د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې سند رایې اچونې ته وړاندې کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د نیمایي کال د بودیجې د سند په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال د جرګې مشري پر غاړه درلوده، یاد سند یې رایې اچونې ته وړاندې کړ او د جرګې حاضرو غړو د رایو په اکثریت تایید کړ.

د یادونې وړ ده چې د هېواد د اساسي قانون له مخې لومړی د بودیجې سند د مشورې لپاره مشرانو جرګې ته استول کېږي او د دې جرګې له تایید وروسته بیا د تصویب لپاره ولسي جرګې ته استول کیږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.