ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​کندوز کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي

18 Oct 2020 - 06:41
18 Oct 2020 - 06:41

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه بريد کې اته سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په دهقان قشلاق سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو پر ګډې پوستې بريد کړى دى.

دى وايي چې په دغه بريد کې شپږ پاڅون کوونکي او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي چې طالبانو د يادې پوستې ټول وسايل او جنګي تجهيزات له ځان سره وړي دي.

ده زياته کړه: ((وړاندې له دې چې کومکي سرتېري ور ورسېږي، د طالبانو بريد پاى ته رسېدلى و او له سيمې بېرته تللي وو.))

دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړي خالدين حکيمي هم پژواک ته وويل چې تېره شپه د امام صاحب په دهقان قشلاق کې پر امنیتي پوسته بريد شوى او اته سرتېري په کې وژل شوي دي.

خو په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په ارباب خليل، دوبلوله او د هقان قشلاق سيمو کې بريدونه کړي چې پر شا تمبول شوي دي.

په اعلاميه کې زياته شوې چې په يادو جګړو کې ١٤ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو په خبرپاڼه کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په دهقان قشلاق سيمه کې د حکومتي سرتېرو پر پوستې بريد کړى دى.

مجاهد وايي چې په دغه بريد کې د قوماندان سيفي په ګډون اته حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د حکومتي ځواکونو يو شمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

Hits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.