ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صديقي: طالبانو د دولت له نېک نیت څخه ناوړه ګټه اخيستې ده

صديقي: طالبانو د دولت له نېک نیت څخه ناوړه ګټه اخيستې ده

author avatar
19 Oct 2020 - 17:03
صديقي: طالبانو د دولت له نېک نیت څخه ناوړه ګټه اخيستې ده
author avatar
19 Oct 2020 - 17:03

کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٩): د ولسمشر غني وياند وايي،  دولت د سولې لپاره د طالبانو زرګونه بنديان خوشي کړل، خو طالبانو خپلې ناروا جګړې ته دوام ورکړى دى.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي د تلې په ٢٩مه په خپل ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او ولس، د سولې پروسې د چټکتیا لپاره د طالبانو ٦١٠٠ خطرناکو بندیانو د خوشي کولو داسې پرېکړه وکړه چې د نړۍ د سولې په هېڅ یوه پروسه کې یې ساری نه و.

هغه زياته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دغه کار په دې خاطر وکړ چې وسله وال طالبان د جګړې پای او باعزته او پایدارې سولې ته وهڅوي.

صديقي ويلي، په هلمند او غور کې د طالبانو وروستي بریدونه ښيي چې طالبانو د ولس له نېک او صادقانه نیت څخه ناوړه ګټه اخیستې، خپلې ناروا جګړې ته یې دوام ورکړی او د دولت او ملت پر وړاندې یې خپلو ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د يادونې ده، په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله د مرګ ژوبلې ترڅنګ زرګونه کورنۍ بېځايه شوي دي.

دغه راز پرون په غور ولايت کې د يوه موټربم بريد له امله ١٦ کسان ووژل شول او تر ١٥٠ زيات کسان ټپيان شوي دي.

امريکا او ناټو هم د طالبانو دغه بريدونه غندلي او دا يې د دوحې تړون خلاف بللي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.