ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پکتيکا کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

author avatar
19 Oct 2020 - 17:10
پکتيکا کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
author avatar
19 Oct 2020 - 17:10

ښرنه (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٤ ميليونه افغانيو په لګښت يو ښوونځى جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د پکتيکا د پوهنې رياست مرستيال عبدالرحيم اسحاقزي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه ودانۍ د پوهني وزارت په مالي لګښت په دوو پوړونو کی په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

نوموړي وويل چې ياد ښوونځى لس درسي خونې، د اوبو سيستم، تشنابونه او ټول اړين او ضروري وسايل او ملحقات لري.

ده زياته کړه چې پر ياد ښوونځي شاوخوا ٢٤ ميليونه افغانۍ لګول شوې او په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى.

دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا غړي افسر خان سليمانخېل هم د دې ودانۍ پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې له دې سره به ښوونيز بهير پياوړی او چټک شي.

د جانې خېلو ولسوالۍ يوه زده کوونکي روح الله وويل چې دغه ښوونځي پخوا ودانۍ نه درلوده او زده کوونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

هغه زياته کړه: ((اوس به زموږ مشکلات تر ډېره حل شي او د باد او باران په ورځو کې به ښوونځى بند نه وي.))

د يادونې ده، پکتيکا د افغانستان د وروسته پاتې ولايتونو له ډلې دى چې لسګونه نور ښوونځي هم په کې ودانۍ نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.