اسعداباد (پژواک، ۲۸ تله ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې پر کونړ ولايت د پاکستاني ځواکونو بريدونو کې يوه ماشومه وژل شوې او څلور نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د تلې په ٢۸مه پژواک اژانس ته وويل چې پاکستاني ځواکونو له تېرې شپې راهيسې پر مرورې ولسوالۍ ١٦ توغندي توغولي دي.
هغه زياته کړه چې له دغو توغنديو يو د يادې ولسوالۍ د ترخو اوبو په سیمه کې د ولسي خلکو پر کور لګېدل دی.
د مصمم په وينا، په دې پېښه کې يوه ماشومه وژل شوې او د يوې مېرمنې په ګډون څلور ملکي وګړي ټپيان شوې دي.
پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستاني پوځيان پر کونړ ولايت بريدونه کوي چې سلګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ، درانه مالي زيانونه هم اوښتې او زرګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن