ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې له کډوالو سره د سولرونو او ژمنيو توکو مرسته وشوه

19 Oct 2020 - 13:05
19 Oct 2020 - 13:05

کندهار (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): په کندهار کې له ۵۰۰ کډوالو کورنیو سره د لمریزې برېښنا د سیستم او له ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو سره د ماشومانو د ژمنیو کڅوړو مرسته وشوه.

په دغو کډوالو کې د جګړې له امله بېځایه شوي او راستېدونکي شامل دي.

د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب پژواک خبري اژانس ته وویل، له ۵۰۰ داخلي بېځایه او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لمریزې برېښنا د سیستم د وېش چارې د کډوالو نړیوال سازمان/ UUNHCR په مرسته نن پیل شوې.

هغه زیاته کړه، تېرې دوه میاشتې د دغو کډوالو کورنیو سروې شوې او هغه مستحقې کورنۍ په نښه شوې چې برېښنا ته یې اړتیا لرله.

ده وویل، هرې کورنۍ ته د ۳۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت سولرونه او نور اړوند وسایل یې ورکړل شول.

ده دا مرسته ګټوره وګڼله او ویې ویل، دا چې په کندهار کې برېښنا کمه ده، د دغه سیستم په مرسته به کورنۍ وکړای شي ډېره ګټه واخلي.

په ورته توګه د کډوالو رییس وویل چې نن د ۱۰۰۰ نورو کډوالو کورنیو له ماشومانو سره د ژمنیو توکو چې د جامو او بوټونو په ګډون په کې ۱۵ قلمه توکي شامل دي، مرسته هم نن پیل شوه.

دی وايي، دغه مرسته د ماشومانو د حمايې موسسې/ Save the Children له خوا چمتو شوې ده.

د ده په خبره، دا چې ژمی را رون دی، پر دې یې کار پیل کړی چې څنګه کولای شي کډوالو کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي.

کندهار ته له ناامنو ولسوالیو او ولایتونو راغلې کډوالې کورنۍ د دغو مرستو له امله خوشحاله دي او وايي چې له دې سره به یې یوه اندازه ستونزې کمې شي.

زرمینه هغه مېرمن ده چې یوه کال مخکې یې د فراه ولایت له ګلستان ولسوالۍ څخه د جګړې له امله د کندهار ښار اوومې ناحیې ته پناه راوړې ده.

دغې مېرمنې پژواک اژانس ته وویل، له خدایه پرته بل سرپرست نه لري، په کومه ورځ چې د مرستې لپاره ورسره اړیکه ونیول شوه نو له خوشحالۍ یې ټوله شپه خوب و نه کړ.

هغې زیاته کړه، که دغه ډول مرستې نه وي نو ژوند به یې له ګواښونو سره مخ وي.

دا وايي، د سولر په مرسته به یې د شپې له پلوه هم کوټې رڼا وي او هم به یې د ورځې له پلوه په مرسته خیاطي کوي، څو خپلو وږو اولادونو ته نفقه برابره کړي.

د عبدالصمد په نوم بل کډوال چې له شاولیکوټ څخه کندهار ته راغلی وویل، نن ورسره د ماشومانو د ژمني کېټونو مرسته وشوه.

ده پژواک ته وویل، دومره ناوسه دي چې خپلو اولادونو ته د ژمي لپاره د تودو جامو اخیستو توان نه لري او دا له دوی سره لویه مرسته ده.

هغه په را روان ژمي کې د نورو مرستو په تمه دی.

کندهار د هېواد له هغو ولایتونو دی چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې ورته د جګړو له امله له ۷۰ تر ۸۰ زره کډوالو کورنیو پناه راوړې ده او ډېری یې له ستونزو او کړاوونو ډک ژوند تېروي.

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.