ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو چارو وزارت: د پاکستان راکټي بريدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې زيانمنوي

د بهرنيو چارو وزارت: د پاکستان راکټي بريدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې زيانمنوي

author avatar
19 Oct 2020 - 18:56
د بهرنيو چارو وزارت: د پاکستان راکټي بريدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې زيانمنوي
author avatar
19 Oct 2020 - 18:56

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره راکټي بريدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته سخت زيان رسوي.

دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت وروسته له هغه کوي چې پاکستان د کونړ پر مرورې ولسوالۍ راکټي بريدونه کړي او له امله يې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې د کونړ پر مروره ولسوالۍ د پاکستان د پوځ راکټي بریدونه په خورا سختو الفاظو غندي او د دې ډول بریدونو د دوام په هکله خپله اندېښنه څرګندوي.

خبرپاڼه کې زياته شوې، په داسې حال کې چې افغانستان له پاکستان سره تل د نېکو اړیکو غوښتونکی دی، د افغانستان پر خاوره د دغه هېواد د راکټي بریدونو دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته سخته زیان رسوي.

سرچينه وايي چې د دې ډول بریدونو دوام په افغانستان او پاکستان کې د سولې او ټيکاو په ګټه نه دی او دغه کار د پاکستان د هغو ژمنو خلاف دی چې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پاللو په برخه کې یې کړې دي.

د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان د افغانستان د  کونړ ولايت ترڅنګ پر يو شمېر نورو ولايتونو کې هم راکټي بريدونه کړي دي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.