کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٩): د کابل اوبو مدیریت پروژه کې د سطحي اوبو د کنټرول په موخه د پلازمېنې په شاوخوا غونډويو کې تر ۱.۹ میلیونو څخه ډېرې وړې کندې کیندل شوې او ۲۵ کوچني بندونه جوړ شوي دي.
د حکومت د ملي پراختيا شرکت له خوا د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پروژه چې په کابل ښار کې د سطحي اوبو د کنټرول، تر ځمکې لاندې اوبو د لوړوالي او خلکو ته د کاري بوختیا لپاره په لار اچول شوې، د ملي پراختیا شرکت له خوا پلې کېږي.
سرچينې زياته کړې، دمګړۍ په دې پروژه کې له لسو زرو څخه ډېر کسان په کار بوخت دي او د پروژې له پیله تر دې دمه له ۳۰زور څخه ډېر کارګر پر دندو ګومارل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې پروژې لومړی پړاو چې په کې د خندقونو کیندل او د چکډیمونو جوړول شامل دي، له یو کال او شپږو میاشتو څخه به ډېر وخت ونیسي او دویم پړاو کې د میلیونونو نیالګیو د ایښودو وار دی چې په بشپړېدو سره به يې د کابل شاوخوا لوړې غونډۍ، په مېوه لرونکو او بې مېوو نیالګیو شنې او وپوښل شي.
د ملي پراختيا شرکت ويلي، د یادې پروژې ټول مالي لګښت ۱۲ميلیارده افغانۍ کېږي چې د ولسمشرۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړ ادارې له بودجې ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن