ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معلول کارت پلورونکی: که سوله وشي نور خلک به زما په څېر معلول نه شي

معلول کارت پلورونکی: که سوله وشي نور خلک به زما په څېر معلول نه شي

author avatar
20 Oct 2020 - 10:56
معلول کارت پلورونکی: که سوله وشي نور خلک به زما په څېر معلول نه شي
author avatar
20 Oct 2020 - 10:56

جلال اباد (پژواک، ٢۹ تله ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې يو معلول کارت پلورونکی وايي، د سولې روانو خبرو هیله من کړی او هیله لري، که چېرې سوله وشي نور به د ده په څېر څوک په کړاو او نالوستی نه پاتې کېږي.

۴۱ کلن دلاور خان شېرزاد ۱۳ کلن و چې جګړو د ژوند له خوږو بې برخې کړ، معلول شو، زده کړې او لوبې هر څه ترې پاتې شول.

نوموړی چې د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د کديخېلو سيمې اوسېدونکی دی، وايي، لا يې د ځوانۍ سپرلی نه و پيل چې د کورنيو جګړو پر مهال يې په کور ړنده مرمۍ راغله او دی يې د تل لپاره د ژوند له ښې و ايست.

سولې ته هيله من پر دواړو پښو یاد معلول له سختیو تېرولو وروسته اوس په جلال اباد ښار کې د انټرنېټي شبکو کريډېټ کارتونه پلوري او وايي چې دغه کار له ډېرې احتیاجۍ خلاص کړی دی.

دلاورخان واده کړی، خو اولاد يې نه پايي، درې اولادونه يې مړه شوي او اوس بې اولاده دی، خو ناهيلی نه دی.

نوموړي پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل:”زه د ۱۳ کالو وم، کورني جنګونه په وطن کې روان وو، په کور مو مرمۍ راغله، دلته خو د اعلاج څه نه و، پېښور ته يې وړی وم، ژوندی پاتې شوم، خو نيمګړی؛ زده کړې رانه په لومړي ټولګي کې پاتې شوې، ټول ژوند مې په سختيو کې تېر کړ. “

دلاور شېرزاد په قطر کې د افغان او طالب وسله والو ترمنځ د سولې خبرو هيله من کړی چې د دغو دواړو اړخونو ترمنځ د سولې په راتلو سره به په هېواد کې يو ځل بيا امن راشي او کوچنيان به له کومې وېرې او جګړو پرته ښوونځيو ته ځي، زده کړې به کوي او د وطن ناخوالې به ختموي.

هغه زياتوي، که جګړه نه وای، دی به نه معلول کېده، زده کړې به يې کړې وې او بې سواده به نه لويېده، خو که سوله وشي، نور به د ده په څېر، خلک نه معلول کېږي.

دغه معلول کارت پلورونکی وايي، که يې زده کړې کړې وای، نو نن به حتماً په کومه اداره کې پر دنده بوخت و او داسې له کړاوه ډک ژوند به يې نه درلود.

هغه پر افغان حکومت او طالب وسله والو غږ کوي: ” داسې سوله نه کېږي چې هغوی هم له خپلې خبرې نه اوړي او دوی هم، لږ دې هغوی له خپلو شرايطو راکښته شي او لږ دې دوی په خپل دريځ کې له نرموالي کار واخلي. “

دغه معلول افغان وګړی وايي که سوله وشي، جګړې ودرېږي او افغانان پر یوه تغر راټول شي، له ده سره شوی ظلم او تېرې کړې سختۍ به ور وبښي.

د نوموړي په وينا، د سولې له راتلو سره به راتلونکی افغان نسل له ستونزو خلاص شي او سوکاله ژوند به ولري.

دا کيسه يوازې د دلاور خان شېرزاد د ژوند نه ده، بلکې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسيزو جګړو د ده په څېر ډېر کسان پر ژوند نيمګړي کړي، له زده کړو يې خلاص کړي او اوس له کړاوه ډک ژوند لري چې حتی ډېر هغه يې په لارو کوڅو کې خير ټولولو ته مجبور شوي دي.

د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو اتحاديې مشر مسعود ساپى وايي چې په دغه ولايت کې ورسره شاوخوا ۷زره معلولين ثبت دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.