ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدانښار کې چاودنو لس ملکي وګړي وژلي

میدانښار کې چاودنو لس ملکي وګړي وژلي

author avatar
20 Oct 2020 - 11:41
میدانښار کې چاودنو لس ملکي وګړي وژلي
author avatar
20 Oct 2020 - 11:41

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۹): د میدان وردګو ولایتي شورا یو غړی وایي، د دغه ولایت د مرکز ميدان ښار اړوند په «بسراق» سيمه کې د ملکي وګړو پر دوو موټرو د ماين چاودنو لس ملکي وګړي وژلي او یو شمېر یې ټپیان کړي دي.

د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي شریف الله هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د یاد ولایت د مرکز اړوند په بسراق سیمه کې د ملکي وګړو یو فلاینګوچ او بل سراچه موټر د سړک غاړې ماینونو والوځول.

هغه وایي چې د سيمې اوسېدونکو ورته ویلي چې په دغو دوو چادونو کې لس ملکي وګړي وژل شوي او ځیني نور تپیان دي.

خو د دغه ولایت د والي وياند محب الله شريفزی وایي چې په دغو چاودنو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

په ورته مهال، ولسمشر محمد اشرف غني د میدان وردګو د جلریز او د نیمروز د کنګ ولسوالۍ کې چاودنې غندي او د طالبانو ډلې له لوري د بې ګناه ملکي وګړو د تګ راتګ پر لارو د ماینونو اېښودل او د جنګ او وینې بهېدنې دوام، بشري ضد جنایت او د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف ګڼي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې د ماینونو خښولو، د سړکونو ورانولو او د ښوونځیو او نورو ټولو عام المنفعه تاسیساتو له ویجاړولو لاس واخلي او د اوربند او سولې پروسې د بریالیتوب لپاره دې د میلیونونو افغانانو غوښتنه ومني.

د دې چادونو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.