ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي

کندوز کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي

author avatar
20 Oct 2020 - 11:00
کندوز کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي
author avatar
20 Oct 2020 - 11:00

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ تله ٩٩): په کندوز کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي اردو اته سرتېري د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.

په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په اسماعيل قشلاق سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.

سرچينه زياتوي چې په دغه بريد کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي، وسلې او مهمات يې هم له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي هم ياد بريد تاييد کړ خو وايي چې په دغه بريد کې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

مرادي زیاتوي چې په ياده جګړه کې پنځه طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه د امام صاحب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نظرمحمد پژواک ته وويل چې هره شپه په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې وي.

هغه زياتوي: ((داسې شپه نشته چې امنيتي ځواکونه تلفات ونه لري، دلته بايد پراخ عمليات ترسره شي؛ ځکه وضعيت خراب دى.))

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په اسماعيل قشلاق سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

د مجاهد په وينا، په دغه بريد کې اووه حکومتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، دوه ورځې وړاندې هم د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله اته حکومتي سرتېري وژل شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.