ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو مدیریت لپاره د کابل ښار شاوخوا غرونو او غونډیو کې نږدې دوه میلیونه خندقونه جوړ شوي

20 Oct 2020 - 11:33
20 Oct 2020 - 11:33

کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٩): د کابل اوبو مدیریت پروژه کې د سطحي اوبو د کنټرول په موخه د پلازمېنې په شاوخوا غونډويو کې تر ۱.۹ میلیونو څخه ډېرې وړې کندې کیندل شوې او ۲۵ کوچني بندونه جوړ شوي دي.

د حکومت د ملي پراختيا شرکت له خوا د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پروژه چې په کابل ښار کې د سطحي اوبو د کنټرول، تر ځمکې لاندې اوبو د لوړوالي او خلکو ته د کاري بوختیا لپاره په لار اچول شوې، د ملي پراختیا شرکت له خوا پلې کېږي.

سرچينې زياته کړې، دمګړۍ په دې پروژه کې له لسو زرو څخه ډېر کسان په کار بوخت دي او د پروژې له پیله تر دې دمه له ۳۰زور څخه ډېر کارګر پر دندو ګومارل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې پروژې لومړی پړاو چې په کې د خندقونو کیندل او د چکډیمونو جوړول شامل دي، له یو کال او شپږو میاشتو څخه به ډېر وخت ونیسي او دویم پړاو کې د میلیونونو نیالګیو د ایښودو وار دی چې په بشپړېدو سره به يې د کابل شاوخوا لوړې غونډۍ، په مېوه لرونکو او بې مېوو نیالګیو شنې او وپوښل شي.

د ملي پراختيا شرکت ويلي،  د یادې پروژې ټول مالي لګښت ۱۲ميلیارده افغانۍ کېږي چې د ولسمشرۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړ ادارې له بودجې ورکول کېږي.

Hits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.