کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٩) : د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو کرکټ سياليو په يوه لوبه کې د مس عینک لوبډلې بندامیر لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو پایلوبې ته یې لاره وموندله.
د کرکټ بورډ له خوا د تلې په ٢٩مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پیل کې د لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټله او بندامیر لوبډلې ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.
د بند امیر لوبډلې د لوبې په ۳۳،۱ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې او مس عینک لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.
بندامیر ته په توپوهنه کې دروېش رسولي ۵۲، حشمت الله شهیدي ۲۶ او عمران جنت ۱۷ منډې ترسره کړې. په داسې حال کې چې مس عینک ته په توپ اچونه کې ضیاء اکبر ۵، حسیب الله ۳، ضیاء شریفي او شاهدالله یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د مس عینک لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په ۳۷،۳ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بندامیر ته یې د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د روانو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.
مس عینک ته په توپوهنه کې رحمت شاه ۶۸ ناسوځېدلې، عمران میر ۳۶ او غمي ځدراڼ ۱۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. بند امیر ته په توپ اچونه کې حمزه هوتک ۳ لوبغاړي وسوځول.
د مس عینک لوبډلې توپ اچونکی ضیا اکبر چې د بندامیر لوبډلې ۵ ویکټې یې ا خیستې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادولو ده چې د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالیو پایلوبه راتلونکې پنجشنبه په کندهار کرکټ لوبغالي کې د مس عینک او امو لوبډلو ترمنځ تر سره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن