غزني ښار (پژواک، ٢٩ تله ٩٩): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د پوليسو ګزمې ته څېرمه د موټر بم بريد شوى چې په ترڅ کې يې درې پوليس ټپيان شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د قره باغ ولسوالۍ بازار ته نږدې د موټر بم بريد شوى دى.
هغه وايي: ((موټربم وړاندې تر دې چې پوليسو ته ورسيږي چاودنه يې کړې چې خپله ځانمرګى په کې وژل شوى دى.))
د سيرت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې درې پوليس هم برسېرن ټپيان شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل، د موټربم دغه بريد هغه مهال وشو، کله چې د پاڅونوالو قوماندان رمضان له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
ده وويل چې رمضان خپله جوړ دى، خو يو شمېر نور کسان په دې پېښه کې ټپيان شوي دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د موټربم بريدونو کچه لوړه شوې چې له امله يې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن