ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې ٤١ امنیتي سرتېري وژل شوي

په تخار کې ٤١ امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
21 Oct 2020 - 13:18
په تخار کې ٤١ امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
21 Oct 2020 - 13:18

دويم تعقيب- تالقان (پژواک، ٣٠ تله ٩٩): له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر په ګډون ٤١ سرتېري وژل شوي دي.

د تخار د والي وياند جواد هجري د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهارک او خواجه غار په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې د بهارک ولسوالۍ په مسجد سفيد سيمه کې د جګړې پر مهال د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر رازمحمد دوراندېش په ګډون ٢٥ سرتېري وژل شوي دي.

خو په دغه ولايت کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې جګړه تېره شپه پيل شوې وه او تر نن غرمې يې دوام وکړ.

دى وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه ٤١ امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

دغه راز د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقويم حيرت پژواک ته وويل چې له يادې جګړې تر اوسه ٣٧ جسدونه او اته ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

ده زياته کړه چې په ټپيانو کې د درېيو روغتیايي حالت ښه نه و چې د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.