ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل : د پاکستان د وېزو ستونزه دې د اسلام اباد او کابل په کچه هواره شي

امرخېل : د پاکستان د وېزو ستونزه دې د اسلام اباد او کابل په کچه هواره شي

author avatar
21 Oct 2020 - 16:00
امرخېل : د پاکستان د وېزو ستونزه دې د اسلام اباد او کابل په کچه هواره شي
author avatar
21 Oct 2020 - 16:00

جلال اباد (پژواک، ۳۰ تله ۹۹):  د ننګرهار والي د پاکستان د وېزو ترلاسه کولو پر مهال له ګڼې ګوڼې څخه د يو شمېر کسانو د مړينې د پلټنو کولو ترڅنګ ويلي چې دا ستونزه د دوو هېوادونو په کچه ده او ورته بايد هېواد شموله حل لاره ولټول شي.

ننګرهار کې د پاکستان وېزې اخيستو لپاره د ټوکن تر لاسه کولو پرمهال په ګڼه ګوڼه کې ۱۲ ښځې مړې شوي او ۱۰ مېرمنې او درې نارينه ټپيان دي.

د معلوماتو له مخې، نن سهار زرګونه خلک د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند فوټبال لوبغالي ته د ټوکن اخيستو په موخه ورټول شوي وو، چې له امله يې ګڼه ګوڼه رامنځته او لسګونه کمزوري کسان د خلکو تر پښو لاندې شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٣٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ١٢  مېرمنې مړې شوې او د ١٠ مېرنو په ګډون ١٣ تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل پر دې پېښې د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ ويلي چې نن د فوټبال لوبغالي او له هغه بهر ساحې ته لسګونه زره کسان راغلي وو.

هغه زياته کړه، چې په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګري د اتو ولایتونو اوسېدونکو ته وېزې ورکوي او له تېرو اتو میاشتو راهیسې د کرونا له امله د وېزو د ورکړې بهیر ځنډېدلی و چې له یوې اوونۍ راهيسې دغه پروسه بیا ځلې پیل شوه.

امرخېل وايي : "طبيعي ده چې د اتو میاشتو ګڼه ګوڼه په یوې اوونۍ کې حل کول ستونزمن او نا ممکن کار دى. "

د نوموړي په وينا، سره له دې چې ۳۲۰ پولیس او ملکي کارکوونکي دنظم په موخه فوټبال لوبغالي کې ګومارل شوي،خو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله یاده پېښه رامنځته شوه.

د ننګرهار والي وايي، دا چې یاده ستونزه د دوو هېوادونو په کچه ده،په همدې موخه يې د بهرنیو چارو وزارت سره موضوع شریکه کړې، ترڅو هېواد شموله حل لاره ورته ولټول شي.

ده زياته کړې، په محلي کچه يې په ننګرهار کې د یادې ستونزې د حل په پار درې ځله د پاکستان له کونسل سره ناستې درلودې، دا چې تقاضا په کراتو د وېزې له ورکړې زیاته ده، نو باید د کابل او اسلام اباد په کچه ورته حل لاره ولټول شي.

امرخېل وايي چې همدارنګه د یادې بوږنونکې پېښې د لامل د څرنګوالي په اړه به جدي پلټنې وشي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګرهم ياد ارقام تاييد او زياته يې کړه چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.