ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل : د پاکستان د وېزو ستونزه دې د اسلام اباد او کابل په کچه هواره شي

21 Oct 2020 - 11:30
21 Oct 2020 - 11:30

جلال اباد (پژواک، ۳۰ تله ۹۹):  د ننګرهار والي د پاکستان د وېزو ترلاسه کولو پر مهال له ګڼې ګوڼې څخه د يو شمېر کسانو د مړينې د پلټنو کولو ترڅنګ ويلي چې دا ستونزه د دوو هېوادونو په کچه ده او ورته بايد هېواد شموله حل لاره ولټول شي.

ننګرهار کې د پاکستان وېزې اخيستو لپاره د ټوکن تر لاسه کولو پرمهال په ګڼه ګوڼه کې ۱۲ ښځې مړې شوي او ۱۰ مېرمنې او درې نارينه ټپيان دي.

د معلوماتو له مخې، نن سهار زرګونه خلک د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند فوټبال لوبغالي ته د ټوکن اخيستو په موخه ورټول شوي وو، چې له امله يې ګڼه ګوڼه رامنځته او لسګونه کمزوري کسان د خلکو تر پښو لاندې شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٣٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ١٢  مېرمنې مړې شوې او د ١٠ مېرنو په ګډون ١٣ تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل پر دې پېښې د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ ويلي چې نن د فوټبال لوبغالي او له هغه بهر ساحې ته لسګونه زره کسان راغلي وو.

هغه زياته کړه، چې په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګري د اتو ولایتونو اوسېدونکو ته وېزې ورکوي او له تېرو اتو میاشتو راهیسې د کرونا له امله د وېزو د ورکړې بهیر ځنډېدلی و چې له یوې اوونۍ راهيسې دغه پروسه بیا ځلې پیل شوه.

امرخېل وايي : “طبيعي ده چې د اتو میاشتو ګڼه ګوڼه په یوې اوونۍ کې حل کول ستونزمن او نا ممکن کار دى. “

د نوموړي په وينا، سره له دې چې ۳۲۰ پولیس او ملکي کارکوونکي دنظم په موخه فوټبال لوبغالي کې ګومارل شوي،خو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله یاده پېښه رامنځته شوه.

د ننګرهار والي وايي، دا چې یاده ستونزه د دوو هېوادونو په کچه ده،په همدې موخه يې د بهرنیو چارو وزارت سره موضوع شریکه کړې، ترڅو هېواد شموله حل لاره ورته ولټول شي.

ده زياته کړې، په محلي کچه يې په ننګرهار کې د یادې ستونزې د حل په پار درې ځله د پاکستان له کونسل سره ناستې درلودې، دا چې تقاضا په کراتو د وېزې له ورکړې زیاته ده، نو باید د کابل او اسلام اباد په کچه ورته حل لاره ولټول شي.

امرخېل وايي چې همدارنګه د یادې بوږنونکې پېښې د لامل د څرنګوالي په اړه به جدي پلټنې وشي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګرهم ياد ارقام تاييد او زياته يې کړه چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

نورګل د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په دې پېښه کې سخت ټپي شوی او اوس په عامې ورغتيا روغتون کې بستر دی.

دی وايي: ((مسوولينو ويل چې خلک ډېر دي موږ تر هغې دروازه نه خلاصوو چې نظم جوړ نه کړئ، موږ ورته ويل يو يو نفر ته اجازه ورکوئ خو کله چې دروازه خلاصه شوه ټيل شو هر سړي ځان مخکې کولو، بس کمزوري تر پښو لاندې شول او زورورو ځان ورساوه.))

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی سپين ږيری محمد عالم چې په پېښه کې يې ورېندار مړه شوې نيوکه کوي چې حکومت په دغه برخه کې ډېره ناغېړي کړې ده.

دی وايي، لکه د پخوا په څېر چې ولسوالۍ مشخصې شوې وې نو دومره ډېر خلک به په يوه ورځ نه راټولېدل او دا پېښه به نه رامنځته کېدله.

تر پېښې وروسته سلګونه کسان د خپلو خپلوانو د موندلو په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون او د فوټبال لوبغالي ته ورټول شوي او د خپلو ورکو عزيزانو د پيدا کېدو په لټه کې دي.

سیداجان د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د کور دوه ښځې يې د وېزو اخيستو په موخه له کوره وتلې دي، خو ترې نا درکه دي.

هغه پژواک ته وويل: ((اول دلته راغلم صحت عامې ته، عاجل واټ کې نه وې، اوس دلته مرده خانې ته راغلی يم، دلته هم نشته نه څوک ځواب راکوي او نه څوک ښه چلند کوي، اوس مجبور يم لاړ شم فوټبال لوبغالي ته او هلته يې ولټوم.))

د پژواک د خبريال د سترګو ليدلی حال څرګندوي چې د پېښې په ځای کې سلګونه پاسپورټونه همداسې پراته دي او خلک يې نادرکه دي.

ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ د وېزو ورکړه له اتو مياشتو ځنډ وروسته پيل کړه او زرګونه خلک په تمه دي چې وېزه تر لاسه کړي، خو ياده کونسلګري هره ورځ يوازې زرو کسانو ته وېزه ورکوي.

بلخوا په کابل د پاکستان سفارت پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.

د ياد سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو په پام کې نیولو سره ، د پاکستان سفارت او په جلال اباد، کندهار ، هرات او مزار شریف کې کونسلګرۍ د وېزې غوښتونکو ته په دې وروستيو کې يو شمېر اسانتياوې رامنځته کړې دي.

سرچينې زياته کړې، پاکستان په دې وروستیو کې خپله د وېزې نوې پالیسي اعلان کړې چې د اوږدې مودې لپاره څو ځلې د داخلې وېزو لپاره افغان وګړو ته د اسانتیاوو زیاتوالي لپاره په افغانستان کې د سفارت او کونسلګرۍ له خوا پلې کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، سفارت د وېزې غوښتونکو ته د اسانه او اغېزمن مدیریت ډاډمن کولو لپاره ژمن دی.

د پاکستان سفارت له افغانانو غوښتي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

Hits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.