ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: تر هغه افغانستان کې پاتې يو څو وتلو ته شرايط نه وي برابر شوي

ناټو: تر هغه افغانستان کې پاتې يو څو وتلو ته شرايط نه وي برابر شوي

author avatar
21 Oct 2020 - 17:56
ناټو: تر هغه افغانستان کې پاتې يو څو وتلو ته شرايط نه وي برابر شوي
author avatar
21 Oct 2020 - 17:56

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٩): د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ ويلي، تر هغه به په افغانستان کې پوځي شتون ولري چې د ماموریت اهداف یې نه وي ترلاسه شوي او وتلو ته شرایط برابر نه وي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د تلې په ٣٠مه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان ددفاع وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې مخکې په يوه ويډيويي خبري غونډه کې وکړې.

ټاکل شوې ده، چې د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه سبا په بروکسل کې پيل شي چې په کې به ناټو د افغانستان د ماموريت په اړه هم خبرې وکړي.

د ناټو سرمنشي وویل، په افغانستان کې یې پوځي ماموریت د دې لپاره پیل شوی و چې هلته د ترهګرۍ پر ضد جګړه وشي، او تر هغه چې ترهګر وي او طالبانو له ترهګرو ډلو سره اړیکې ختمې کړې نه وي، دا ماموریت به دوام ولري.

سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ناټو شتون یا وتل په شرایطو پورې اړه لري او هر کله چې شرایط برابر وو، یاد سازمان به له افغانستانه ووځي.

نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون مهم وباله او هیله یې وښوده چې دوحه کې روانې بین الافغاني خبرې به مثبته پایله ولري.

د ناټو سرمنشي زياته کړه چې دوى اوس مهال هم په افغانستان کې ١٢ زره سرتېري لري او د ماموريت راتلونکى يې د افغانستان په شرايطو پورې تړاو لري.

هغه له طالبانو وغوښتل د دوحې د تړون له مخې، د تاوتريخوالي کمولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي ، څو اوربند ته لاره هواره شي.

سټولټنبرګ دغه راز طالبانو ته په ډاګه کړه، چې له القاعدې او نړيوالو ترهګرو سره اړيکې پرې کړي او په يوه ښه باور سره د سولې خبرو ته راوړاندې شي.

د ناټو سرمنشي په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې د لاسته راوړنو پر ساتنه هم ټينګار وکړ.

نوموړي وويل چې ناټو له افغانستان او امنيتي ځواکونو سره دوامداره مرستو ته ژمن دى .

د  سرمنشي سټولټنبرګ له دې څرګندونو وړاندې د ناټو غړو او شریکانو د دوشنبې په ورځ خپله غونډه کې تر ۲۰۲۴ کال له افغان ځواکونو څخه د مالي ملاتړ پر ژمنه بیا ټینګار وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.