ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال حبیب اندرابي له يوه زوى او موټر چلوونکي سره د ماين چاودنه کې ټپي شوى

جنرال حبیب اندرابي له يوه زوى او موټر چلوونکي سره د ماين چاودنه کې ټپي شوى

author avatar
23 Oct 2020 - 10:18
جنرال حبیب اندرابي له يوه زوى او موټر چلوونکي سره د ماين چاودنه کې ټپي شوى
author avatar
23 Oct 2020 - 10:18

پلخمري (پژواک،۲لړم  ۹۹): جنرال حبیب اندرابي له يوه زوى او موټر چلوونکي سره د بغلان په مرکز پلخمري کي د هغه ماين د چاودنې له امله ټپي شو چې په موټر کې يې ځاى پرځاى شوى و.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوید بشارت پژواک اژانس ته وويل چې دغه درې کسان هغه مهال ټپيان شول، کله چې تېره شپه په موټر کې يې ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه وکړه.

د نوموړي په خبره ، چې په دې چاودنه کې جنرال حبیب اندرابي له خپل يوه زوى او موټرچلوونکي سره ټپي شوى دى.

د سرچينې په وينا، چې ياد ټپيان د بغلان ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د يادونې ده چې تراوسه پورې ددغې پېښې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى.

 حبیب اندرابي چې مخکې د کورنيو چارو په وزارت کې يې د جنرال په توګه دنده ترسره کړې، خو په ١٣٩٧کال کې يې د ولسي جرګې ټاکنو ته ځان نوماند کړى و، چې بيا يې د برياليتوب رايه ترلاسه نه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.