ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو کمیسیون: د تخار په هوایي برید کې ۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
23 Oct 2020 - 17:40
author avatar
23 Oct 2020 - 17:40

کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۹):د بشري حقونو د څار سازمان تخار کې د هوایي برید په تړاو د صالح څرګندونې د مرګ ژوبلې په اړه د راپورورکوونکو ګواښنه بللې او د بشري حقونو کمیسیون ویلي، دغه برید کې۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. 

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، وړمه ورځ د تخار په مرکز تالقانو کې هوایي برید کې ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي دي، خو د تخار د والي ویاند جواد هجري ویلي چې دغه برید په تېروتنې سره شوی او په ترڅ کې یې ۱۲ کسان چې د مدرسې زدکوونکي او ډېر یې ماشومان دي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې په دغه برید کې وسله وال طالبان وژل شوي دي. صالح له هغو کسانو سره د قانوني چلند ګواښ هم کړی چې په وینا یې د ماشومانو او ملکي وګړو د وژلو "اوازه" یې خپره کړې ده. 

د آسیا په چارو کې د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې پاټرېشیا ګوسمن نن ویلي چې د دې برید په اړه باید بې پرې څېړنې وشي.

د بشري حقونو د څار سازمان، د امرالله صالح هغه ټویټ ته هم اشاره کړې چې وروسته یې خپور کړی او ویلي یې دي چې د تخار د پېښې په اړه د ناسمو خبرونو خپروونکی کس نیول شوی دی.

سرچینې ویلي، د افغانستان حکومت باید دغه نیول شوی تن خوشی کړي.  

د اسیا په چارو کې د دې سازمان مرستیالې ویلي، صالح هڅه کوي، د هغو کسانو پر خوله لاس کېږدي چې د ناقانونه هغو هوايي بریدونو په اړه راپور ورکوي چې ولسي وګړي په کې وژل کیږي.

 د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي چې د دې پېښې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم یوه اعلامیه خپره کړې ده.

دغه کمیسیون د خپلو لومړنیو موندنو له مخې ویلي چې د تلې په ۳۰ مه د تخار د مرکز اړوند په هزاره قشلاق سیمه کې د دولتي ځواکونو په هوایي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او د جومات د ملا په ګډون ۱۸ نور ټپیان دي. 

دغه راز یاد کمیسیون ویلي چې تېره ورځ (د لړم په لومړۍ نېټه) د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د توغول شوي هاوان له امله یوه ښځه او څلور ماشومان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

دغه کمیسیون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنې ښودلې او دغه بریدونه یې غندلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.