ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: بغلان په ملکي او نظامي برخو کې پراخو بدلونونو ته اړتیا لري

غني: بغلان په ملکي او نظامي برخو کې پراخو بدلونونو ته اړتیا لري

author avatar
23 Oct 2020 - 10:24
غني: بغلان په ملکي او نظامي برخو کې پراخو بدلونونو ته اړتیا لري
author avatar
23 Oct 2020 - 10:24

کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۹): ولسمشر غني وایي، په نږدې راتلونکي کې به په بغلان ولایت کې اساسي او بنسټیز بدلونونه راشي؛ ځکه چې دغه ولایت په ملکي او نظامي برخو کې پراخو بدلونونو ته اړتیا لري

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ مازدیګر د بغلان ولایت مشرانو او متنفذینو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

سرچینه لیکي چې په دغه کتنه کې په پیل کې له جمهوري نظام او د سولې خبرو پیل څخه د ملاتړ تر څنګ د بغلان د ولسونو په مشوره یې د ملکي او نظامي بنسټونو په سر کې د وړ مسوولینو د مقررۍ، د امنیتي ځواکونو د کمبود، د لویو لارو د امنیت د ټینګښت، د پوځي عملیاتو د ترسره کولو، د ښځو رول ته د پاملرنې، د مسلکي او صادق کادرونو د استخدام، د سرپرستۍ د پای ته رسولو، نامسوولو وسله والو سره د مبارزې، د ملکي او نظامي رهبرۍ ترمنځ د همغږۍ او د کانونو د ناقانونه کېندنو د مخینوي په برخو کې خپلې غوښتنې او ستونزې بیان کړې دي.

سرچینه لیکي چې ولسمشر محمد اشرف غني، د بغلان خلکو غوښتنې او وړاندیزونه برحق بللي او ویلي یې دي چې  بغلان په ملکي او نظامي برخو کې پراخو بدلونونو ته اړتیا لري.

هغه دې ته په اشارې چې بغلان د موقعیت او بشري ځواک سرچینو له اړخه د هېواد مهم ولایت دی، ټینګار کړی چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې اساسي او بنسټیز بدلونونه راشي.

ولسمشر غني، د بغلان ولایت خلکو په ځانګړي ډول ښځو ته ډاډ ورکړى چې د اساسي قانون پر ارزښتونو او د تېرو دوو لسېزو پر لاسته راوړنو به هیڅکله هم معامله ونه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.