ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي

بغلان کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي

author avatar
24 Oct 2020 - 15:37
بغلان کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي
author avatar
24 Oct 2020 - 15:37

پلخمري (پژواک، ٣ لړم ٩٩): د بغلان په مرکز پلخمري کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې چې دا مهال له سختو اقتصادي او نورو ستونز سره مخ دي.

د بغلان د مرکز پلخمري د حسين خېلو سيمې اوسېدونکي شاه محمود پژواک خبري اژانس ته وويل، شاوخوا درې اوونۍ کېږي چې د جګړو له امله بېځايه شوي خو تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې.

هغه زياته کړه: ((زموږ له سيمې شاوخوا ١٢ سوه کورنۍ بېځايه شوې، د چا چې خپلوانو کورونه په امن سيمو کې وو، هلته ورغلي او پاتې نور يې بيا له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي.))

د بېځايه شوو کورنيو د غړو له ډلې محمد عثمان پژواک ته وويل: ((زموږ په کلي کې سخت جنګونه وو، هره ورځ د طالبانو او عسکرو ترمنځ جنګونه کېدل، اخر موږ ترې ګډه وکړه، د ځينو خلکو کورونه په مرميو هم لګېدلي دي.))

خو د حسين خېلو د ولسي تړون شورا مشر فرهاد احمدزي پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې د پرله پسې جګړو له امله شاوخوا دوه زره کورنۍ بېځايه شوې دي.

دى وايي: ((ځينې کورنۍ د غره لمنې ته ورغلې، هلته په کنډوالو کې اوسېږي، خو پاتې نورې يې بيا له سختو مشکلاتو سره مخ دي.))

د يو شمېر نورو بېځايه شوو کورنيو غړو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې تر اوسه يې د مرستو ترلاسه کولو په اړه څو ځلې د ولايت مقام او د کډوالو چارو رياست ته مراجعه کړې خو مرستې يې نه دي ترلاسه کړې.

په دې اړه د بغلان د والي وياند نذير نجم پژواک ته وويل چې دوى د حسين خېلو سيمې د بېځايه شوو کورنيو پر ستونزو خبر دي.

هغه وايي: ((موږ کوښښ کوو چې د کډوالو چارو رياست په همکارۍ مرستې جلب کړو، خو د کرونا ويروس له امله ډېرو موسسو خپلې مرستې محدودې کړې دي.))

همدارنګه د بغلان د کډوالو چارو رييس شريف الله شفق پژواک ته وويل چې د حسين خېلو سيمې د بېځايه شوو کورنيو د سروې په موخه يې ډله ټاکلې ده.

خو دى زياتوي: ((موږ د مرستو لپاره څه نه لرو، خو کوښښ کوو چې له خيريه موسسو ورته مرستې را ټولې کړو.))

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پرله پسې جګړو له امله زرګونه بېځايه شوې او دا مهال د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.