ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په ننګرهار کې ۷۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي: په ننګرهار کې ۷۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
24 Oct 2020 - 10:07
چارواکي: په ننګرهار کې ۷۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
24 Oct 2020 - 10:07

جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۹): امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار په سره رود او شېرزادو ولسواليو کې يې ۷۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی وايي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۴۸ ساعتونو کې اوښتې ده او دغه راز په دې نښتو کې د وسله والو په ډزو کې دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۳مه پژواک اژانس ته وويل، د سره رود ولسوالۍ په برینه او ګذک سیمو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ګزمه د وسله والو طالبانو له چک پاینټ او مقاومت سره مخ شوه چې په ځوابي برید کې ۳۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول.

دی زياتوي، یاد وسله وال طالبان چې د هوایي ځواک په همکارۍ له منځه وړل شوي، دوه عرادې ټیوټا موټر، وسلې، دوه کړۍ ماینونه، د دوی پټنځایونه او نورې سیمې تخریب شوې دي.

هغه دا هم وويل چې د وسله والو طالبانو له لوري په سیمه کې د ملکي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ توغول شوې چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان ټپيان شوي چې د امنیتي ځواکونو له لوري سیمه ییز روغتون ته را لېږدول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۳۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزي پژواک ته وويل چې دوه شپې وړاندې د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ د هاشم خېلو په سیمه کې وسله والو طالبانو د شپې له تورتمه په استفادې پر امنیتي او دفاعي پوستو باندې ډله ييز برید ترسره کړي وو.

هغه زياته کړه، د نښتې پر مهال شل طالبان ووژل شول او ۱۸ نور ټپيان شول چې د ۱۶ وسله والو جسدونه د سره صليب نړيوالې موسسې له لوري انتقال شول.

چارواکي وايي، په دې نښتو کې د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو بيا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.