کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٩) : حکومتي مسوولين وايي چې په بېلا بېلو ولايتونو کې د عملياتو پر مهال لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار ولايت کې د ملي امنيت د ٠٣ قطعې له خوا د لړم په ٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د ژېړۍ ولسوالۍ اړوند د سنګیسار په سیمه کې عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې يې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغو عملیاتو کې د ملي امنیت٠٣قطعې ځانکړو ځواکونو په یوه جومات او لسو کورونو کې هغه ماينونه چې وسله والو طالبانو ايښي وو، کشف او شنډ کړي دي.
د ملي امنيت ځانګړې قطعې ويلي، دغه راز په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو میل پیکا او راکټ هم په سیمه کې د افغان ځانګړو ځوکونو لاسته ورغلي دي.
بلخوا په شمال کې د شاهين قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ په تيمورک سيمه کې پر اکمالاتي کاروان بريد کړى دى.
سرچينې زياته کړې چې د دولتي ځواکونو په ځوابي بريد کې ٢٠ وسله وال وژل شوي او ١٠ نور يې ټپيان دي.
د يو بل خبر له مخې، د تخار ولايت په چال ولسوالۍ کې هم د يوې نښتې پر مهال شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او اووه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قومانداني وايي چې طالبانو د پوليسو پر پوستو د بريد پلان درلود، چې په ځوابي عملياتو کې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي چې د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار اړونده د بشران، نهرسراج، سنګين او ناوې ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ١١ طالبان وژل شوي او درې يې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن