ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې په هدفي برید کې يوه ښځینه پولیسه وژل شوې

کندهار کې په هدفي برید کې يوه ښځینه پولیسه وژل شوې

author avatar
25 Oct 2020 - 14:03
کندهار کې په هدفي برید کې يوه ښځینه پولیسه وژل شوې
author avatar
25 Oct 2020 - 14:03

کندهار (پژواک، ٤لړم ۹۹): ناپېژاندو وسله والو په کندهار ښار کې پر یوې ښځینه پولیسې ډزې کړي او هغه یې وژلې ده.

ځايي چارواکي وايي، پېښه نن د تلې په ۴مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کندهار ښار د ۹مې امنیتي حوزې په ساحه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې ښځینه پولیسې د کندهار په زندان کې دنده لرله او له خپل کور څخه دندې ته روانه وه چې وسله والو په نښه کړه.

دی وايي، وسله وال تر برید وروسته تښتېدلي خو پولیسو یې لټون پیل کړی دی.

د پېښې مسوولیت تراوسه چا نه دى منلى.

په کندهار کې له ډېرو کلونو راهیسې هدفي وژنې کېږي چې ډېر مهال په کې نظامي او ملکي وګړي، دیني عالمان او مخور په نښه کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.