ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: د پاکستان د ويزو کمېشن کاران به ډېر ژر ونيول شي

صالح: د پاکستان د ويزو کمېشن کاران به ډېر ژر ونيول شي

author avatar
26 Oct 2020 - 11:29
صالح: د پاکستان د ويزو کمېشن کاران به ډېر ژر ونيول شي
author avatar
26 Oct 2020 - 11:29

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٩): د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح د کابل د امنيت په تړاو ناسته کې ويلي چې د پاکستان ويزو کې د ګڼې ګوڼې ستونزه به ډېر ژر هواره شي.

صالح ته چې د روان لمريز کال د تلې له ٢٦مه نېټې څخه د کابل د امنيت چارې سپارل شوې دي، هر سهار له مسوولينو سره په دې تړاو غونډې کوي.

د و لسمشر لومړي مرستيال د لړم په ٥مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې نن سهار شپږ نيمې بجې يې د کابل د امنيت په تړاو نهمه ناسته ترسره کړه.

هغه زياته کړې چې په دې ناسته کې د پاکستان سفارت مخې ته د ويزو ترلاسه کوونکو د ګڼې ګوڼې موضوع په دقيقه توګه و ارزول شوه.

صالح ويلي: "د پاکستان د سفارت مخې ته هغه کمېشن کاران چې له خلکو سره غير انساني چلند کوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې، ډېر ژر به تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي."

د نوموړي په وينا، د دې ستونزې هوارولو په تړاو به ډېر ژر معلومات له خلکو سره شريک شي.

د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې په کابل او جلال اباد کې د پاکستان د ويزو ترلاسه کول پر يو لوی مشکل اوښتی دی.

څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د پاکستان د ويزو ترلاسه کولو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ١٢ ښځې مړې شوې او د ١٠ ښځو په ګډون ١٣ تنه ټپيان شول.

دغه راز له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې څو ځلې په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته د ويزو مراجعين لاريونونه هم کړي او ادعا کوي چې کمېشن کاران له خلکو پيسې اخلي او هغوى ته ويزې ورکوي چې له امله يې نور عادي خلک ويزې نه شي ترلاسه کولى.

دا په داسې حال کې چې پاکستان د افغانانو لپاره د ويزې نوې پاليسې کړې چې له مخې يې اوس د شپږو مياشتو پر ځاى عامو خلکو او ناروغانو ته يو کلنه ويزه، محصلينو ته د ټولې تحصيلي دورې ويزه او سوداګرو ته پنځه کلنه ويزه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.