ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: د کابل ترافیک دې تر راتلونکو دوو ورځو د څلورلارو د کنټرول طرحه وړاندې کړي

صالح: د کابل ترافیک دې تر راتلونکو دوو ورځو د څلورلارو د کنټرول طرحه وړاندې کړي

author avatar
26 Oct 2020 - 15:37
صالح: د کابل ترافیک دې تر راتلونکو دوو ورځو د څلورلارو د کنټرول طرحه وړاندې کړي
author avatar
26 Oct 2020 - 15:37

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩): د ولسمشر لومړي مرستیال د کابل پولیسو ته دنده ورکړه چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو دې د څلورلارو د کنټرول او پر واټونو پر موظفو ترافیکو د فشار د کمښت اساسي طرحه وړاندې کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې د تلې له ۲۶مې نېټې وروسته یې د کابل امنیت پر غاړه اخیستی، نن پر خپله فېسبوک پاڼه د کابل ښار د امنیت د ټینګښت لپاره نهم تصمیم خپور کړ.

هغه ویلي چې مالیې وزارت باید له بې اسنادو او یو کلي موټرو د محصول او مالیې اخیستو بهیر ساده او چټک کړي.

د صالح په خبره، په کابل کې د ملي پولیسو لپاره د عمل چوکاټ او ستراتیژي جوړه شوې، اوس باید ولسوالیو ته رسېدنه وشي. دغه کار په عملي ډول پیل شوی دی.

هغه پر دې ټینګار کړی چې په ښار او ولسوالیو کې باید د ترهګرو د پټو او ویدو هستو پر وړاندې د خلکو بسیج پیل شي او زیاته کړې یې ده: ((په راتلونکو ورځو کې د هغه ترهګرو انځورونه چې په ولسوالیو کې فعالیت کوي او دغه راز هغو کسانو چې په کابل ښار کې يې عامه وژنې سازماندهي کړې او فکر کوي چې نوم او جنایت کې تر اوسه په کتابونو کې پاتې دی د پوسټرونو له لارې خلکو ته ورپېژندل کېږي ترڅو ټول خلک یې په اړه پوه او د دوی په ځپلو او پیداکولو کې برخه واخلي.))

نوموړي زیاته کړې، د هغو خلکو د پیاوړتیا لپاره چې د داعش د بریدونو له خطر سره مخ دي، مشخصه او روښانه طرحه وړاندې کړې او دغه طرحه د دوی د نظرونو پر اساس جوړېږي څو وکولای شي په راتلونکي کې په ملکي سیمو کې د داعش او طالبانو لخوا د عامه وژنو مخه ونیسي.

صالح زیاته کړې: ((په پروګرام چې د ملېشه جوړونې او وسلې د وېش په نوم څه نشته.))

د هغه په خبره، د کابل ښاروالي نه شي کولای د غصب شوو سیمو په ازادولو کې سلیقوي چلند وکړي. سړک پر سړک پاکونه به دوام لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال د کابل ترافیک موظف کړي چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو د څلورلارو د کنټرول او پر واټونو پر موظفو ترافیکو د فشار د کمښت لپاره خپله طرحه وړاندې کړي ځکه متحرکو دروازو ډېرې ګتورې ثابتې شوې دي.

هغه د دې په روښانولو چې د غوڅ ملاتړ ځواکونه د ترورېزم او سازمان شوو جنایتونو د ځپلو په برخه کې له افغان دولت سره ولاړ دي او استازي يې په ناسته کې ګډون درلود زیاته کړې، د لویو ښارګوټو د اسنادو ارزونه چې له سند څخه لسګونه ځلې ډېره ځمکه یې غصب کړې پیل کړې ده.

د صالح په خبره، د مېوې او ترکارۍ په مارکېټ کې د نظم رامنځته کول یې لومړیتوب دی. هغه لاسي پلورونکي چې د پولیسو لارښوونو ته پام نه کوي په رسمي ډول احضار او تر راتلونکو ورځو یې باید چلند تغییر وکړي، د سرغړونې په صورت کې به يې جواز لغوه او د قانون منګولو ته وسپارل شي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.